شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهرحماني: روانه جګړه ګټونکی نه لري او زیان یې عامو افغانانو ته...

رحماني: روانه جګړه ګټونکی نه لري او زیان یې عامو افغانانو ته رسېږي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني وایي په هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري او زیان یې یوازې عامو افغانانو ته اوړي.

رحماني نن د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې شرایط سخت شوي او د دې اړتیا ده چې ټول په یوه خوله او سره یو لاس د شته ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي وویل سوله د افغانانو حق دی او دې حق ته د رسېدو لپاره ملي شورا د اجرایه قوې تر څنګ ولاړه ده او له ولسمشر سره په بشپړه توګه همکاري کوي.

رحماني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د خلکو غږ واوري، جګړه ودروي او د سولې خبرې مخ ته یوسي.

د ده په خبره د دې جګړې زیان یوازې افغانانو ته اوړي او ګټونکی یې نشته، چې ګټه یې هم د هېواد دښمنانو ته اوړي.

هغه یو ځل بیا د ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ، چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او د خپلو ولایتونو د دفاع لپاره د جګړې لیکو ته سر ورښکاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب