Homeخبرونهکاناډا کې مېشت افغانان: طالبان جګړه غواړي او پاکستان یې ملاتړ کوي

کاناډا کې مېشت افغانان: طالبان جګړه غواړي او پاکستان یې ملاتړ کوي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) په کاناډا کې مېشتو افغانانو د سولې په ملاتړ او د پاکستان د وروستیو کړنو پر ضد لاریون ترسره کړ.

لاریون کوونکي، چې شمېر یې لسګونه ته رسېده له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیسي او دغه هېواد د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې راوګرځوي.

دوی وایي طالبان په افغانستان کې پر جګړه ټینګار کوي او پاکستان د دغه جګړې ملاتړی دی چې باید پر وړاندې یې نړیوال بندیزونه وضع او فشارونه ورباندې ډېر شي.

دوی دغه راز د لاریون  پرمهال له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او له افغان حکومت یې وغوښتل، چې د روانې جګړې د مدیریت لپاره دې هڅې ډېرې کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په امریکا، سویډن، برېټانیا، اتريش، فرانسه او نورو هېوادونو کې هم مېشتو افغانانو په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان نیابتي جګړه بللې ده او په لاریونونو کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي پر پاکستان فشارونه ډېر کړي.

اتریش او فرانسه کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاریون ترسره کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...