جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شلپا د خپل خاوند له امله ملیونونه زیان سره مخ ده

شلپا د خپل خاوند له امله ملیونونه زیان سره مخ ده

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) د هندي سینما یا بالیووډ نوموتې اداکاره  شلپاشیټي  د خپل خاوند راج کندرا چې د غېر اخلاقو فلمونو په جوړولو او موبایل اپلیکیشن ته یې د پورته کولو په جرم نېول شوی له تاوان سره مخ ده.

د ممبۍ پولیس وایي د راج کندرا د نیولو پرمهال هم د شلپاشيټي او خاوند ترمنځ يې پر دې بحث و چې د هرڅه په شتون کې ولې دا کارونه وکړل.

هندي سنۍ وایي، چې له کله نه چې د شلپا خاوند نیول شوی نو نوموړې په تلوېزیوني خپرونو کې هم ګډون نه کوي.

شلپاره د هند په یوه تلوېزیون کې د داور په توګه دنده مخته وړي.

که څه هم تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو شلپا چې د یوې خپرونې په بدل کې ۲.۲ ملیونه روپۍ اخیستې اوس داسې ګونګوسې خپرېږي، چې یاده دنده یې له لاسه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب