تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) د انګلستان د سلو توپونو په لوبو کې افغان لوبغاړی راشدخان د برمینګهم فنیکس لوبډلې سره لوبېږي.
راشدخان د تېرې شپې په لوبه کې خپلې لوبډلې لپاره ۳ لوبغاړي وسوځول.
هغه شل توپونه ترسره کړل، چې ۷ يې په کې پرته له کومې منډې او په پاتې ۱۳ توپونو یې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
په یادو لوبو کې محمد نبي، مجیب الرحمن او یو شمېر نور پياوړې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.