یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په پنځلسو ولايتونو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي او لسګونه...

دفاع وزارت: په پنځلسو ولايتونو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

تاند (دوشنبه، اسد١١) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپيان دي.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو ته ياده مرګژوبله د دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو کې اوښتې.

دفاع وزارت وايي، دغه طالبان په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، هرات، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، د دې په خواکې ۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

وسله والو طالبانو ته دغه مرګژوبله داسې مهال اوښتې چې ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې دغه ډله د سولې اراده نه لري او غواړي د زور له لارې حکومت ورته تسلیم شي.

غني دغه راز وويل، دى ډېر کړېدلى خو طالبان يې هم ډېر کړولي او د زور له لارې به بريالي نه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب