جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتریش او فرانسه کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاریون ترسره کړ

اتریش او فرانسه کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاریون ترسره کړ

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۰) اتريش کې مېشتو افغانانو د پاکستان پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.

لاريون کوونکو په یو لس ماده ییز پرېکړه ليک پر ټول افغان ملت غږ وکړ، چې ټول په يوه خوله د پاکستان پر وړاندې ملي پاڅون وکړي او د يرغلګرو د لاسپوڅو پر وړاندې په هر ډګر کې عملي مبارزه وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي: 《دا چې د پاکستان پوځي واکمني په نړيواله کچه د ترهګرو روزنه، ساتنه او ملاتړ کوي، له نړيوالې ټولنې او تر ټولو له مخه د امنيت له شورا غوښتنه کوو، چې له پاکستان سره د يو ترهګر په توګه چلند وشي》.

دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې پلازمېنې پاریس کې مېشتو افغانانو هم د نظام او افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ.

لاریونکوونکو په پاکستان غږ وکړ، چې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ودروي او دغه هېواد ته دې د ترهګرو له استولو څخه ډډه وکړي.

لاریونکوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو پر پاکستان فشار راوړي، چې د ترهګرو مرکزونه دغه هېواد کې له منځه يوسي او د طالبانو له ملاتړ، تجهیز او روزنې لاس واخلي.

د یادونې ده، چې جرمني کې لسګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی.

لاریون کوونکي په فرانکفورټ ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او د دغه هېواد پر ضد یې شعارونه ورکول.

دوی د دې لاریون پرمهال ویلې، چې پاکستان په افغانستان او ټوله سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او دغه هېواد دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، فشارونه ورباندې ډېر کړي، څو په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خپلې ورانۍ ختمې کړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

تر دې وړاندې په برېتانیا، سویډن، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د پاکستان پر ضد لاریونونه کړي وو او د دغه هېواد وروستۍ نیابتي جګړه یې غندلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب