یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر: عمران خان دوه مخی، دوکه باز...

افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر: عمران خان دوه مخی، دوکه باز او بې شرمه سړی دی

تاند (یکشنبه د اسد ۱۰) په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.

کریس الکساندر پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هغه دوه مخی، دوکه باز او بې شرمه سړی دی چې د لسیزو راهیسې د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.

نوموړي زیاته کړې پر عمران خان باید سخت بندیزونه ولګول شي او په هاګ نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

الکساندر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د عمران خان په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو داسې څرګندونې کړې دي چې ګوندې طالبانو بدلون کړی، هوښیار او ځیرک خلک دي.

په همدې حال کې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې طالبان به داعش ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د پاکستان د جیونیوز ټلویزیون د خبر له مخې، قریشي دغه راز څرګنده کړې چې افغان ځواکونه هم له یادې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري او طالبان به هم اجازه ورنه کړي چې داعش وسله وال افغانستان ته ننوځي.

هغه زیاته کړې، امن افغانستان د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی او دوی به له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خو افغان چارواکو ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې دوه مخی سیاست مخته وړي او په عملي ډګر کې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

2 COMMENTS

  1. کرس الساندر زنده باد. پاکستاني مشران، خصوصا اکثریت مذهبی مشران ذاتا ټول تروریستان دي. عمران خان هم دو ړګه ابلیس دی. نیم مخ یې د مرتد شیطان او نېم مخ یې د تروریست، هم له خدای سره په جګړې کې هم یې له بنده ګانو سره. دواړه مخونه یې د بشریت دشمنان دي. دا څو تنه سایکو ګان او سریال کلران د نړۍ او دنیاوالو له رنځه خوند اخلي. دوی ته اوس تداوي نتیجه نه ورکوي. خدای شرمولي به په دنیا او اخرت شرمېدلي او مختورن وي. د پاکستان عام ولس هم ددوی په بې شرمه کړونو شرمېږي خو څه یې له لاسه نه راځي.
    Afghan people are expecting other foreign diplomats served in Afghanistan, United Nation, and NATO to take meaningful steps against Pakistan while condemning the genocide of Afghan people by Pakistani army, intelligence and its sister terrorists organization.

  2. ټوله نړیوال ټولنه او شورای امنیت ، د امریکا پوځ، استخبارات او کانګریس او همدارنګه برتانیه او کاناډا چارواکی او مسولین پدی ښه پوهیږی چی د پاکستان پوځ ، استخبارات او نور لوړ رتبه دولتی چارواکی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی عملآ په نظامی، سیاسی او تبلیغاتی برخه اخیستی او اخلی یی

    نو دا چی امریکا، اروپا، روسیه ، چین او هند د همدی جنګی پالونکی هیواد په وړاندی ګړندی ګامونه نه پورته کوی معلومیږی چی همدا هیوادونه د پاکستان سره نظامی، اقتصادی او سیاسی اړیکی نوری هم نږدی کړی او غواړی چی دلته د مخکینو مجاهدینو په څیر بیا طالبان، داعش او نوری جنګی ډلی پیاوړی کړی او لدی لاری روسیی، ایران، چین ، هند او نور د سیمی او نړی هیوادونو ته سرخوږی جوړ کړی مګر نړیوالو ته پکار ده چی د پاکستان هر ناوړه عمل په اړه رسمآ خپل دریځ اعلان کړی ځکه دا د نړیوالی ټولنی انسانی او ویژدانی دنده چی تر سره یی کړی او پاکستان له دی ۴۵ کلنی او ۲۰ کلنی جګړی د لمن وهلو څخه را وګرځوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب