پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+قادري بریا خپله کړه او صادق د تاجکستان روزونکی وټاکل شو

قادري بریا خپله کړه او صادق د تاجکستان روزونکی وټاکل شو

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۰) عبدالشکور قادري وتوانېده، چې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

قادري په دوهم رونډ کې په سبميشن حرکت خپل سیال په ګونډو کړ.

قادري څو کاله د کورش د ملي لوبډلې غړی وو او هغه له دې وړاندې د کورش په آسیایي لوبو کې چې په تايلنډ کې ترسره شوې د برونزو مډال ګټلی وو.

د قادري مینه وال هم خوښ دي او ګڼو یې په خپلو ټولنیزو پاڼو یو بل ته د دې بریا مبارکیانې ویلي دي.

دغه راز په یوه بل خبر کې بیا محمد یوسف صادق د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې روزونکی د تاجکستان د فوټبال فدراسیون په رسمي بلنه د یاد هېواد د والیبال لوبډلې روزونکی وټاکل شو.

ټاکل شوې د تاجکستان د والیبال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د اسیا د مرکزي زون په لوبو کې ګډون وکړي.

هدا لوبې د روانې اګسټ میاشتې په ‍۱۵مه نېټه پيلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...