چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: په کندهار کې نيول شويو خبريالانو ترهګرو سره همکاري کړې

ملي امنیت: په کندهار کې نيول شويو خبريالانو ترهګرو سره همکاري کړې

تاند(يکشنبه، اسد١٠) – د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کندهار کې نيول شويو ۴ خبريالانو له ترهګرو سره همکاري کړې ده.

دغه رياست د يوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه خبريالان چې د طالبانو سيمې ته تللي او له راګرځېدو سره سم نيول شوي وو، خبريالان نه، بلکې ترهګرو سره يې همکاري کړې ده او سزا به وويني.

اعلامیه کې راغلي، نيول شوي خبريالان د کندهار سپين بولدک ته د طالبانو تر واک لاندې سيمې ته تللي وو او هلته يې د طالب جنګیالیو له مهمو استخباراتي مشرانو سره ليدلي دي.

په نيول شويو خبريالانو کې د ملت غږ راډيو مسئول بسم الله وطندوست، د دې راډيو دوه نور کارکوونکي قدرت الله سلطاني او محب الله عبيدي شامل دي او يو بل يې چې ځان د چين د شينهوا خبري اژانس خبريال بولي، ثنا الله صيام نومېږي.

خو شينهوا په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې دغه کس يې کارکوونکی نه دی او اوس ملي امنيت وايي، هغه له دغه نامه څخه ناسمه ګټه پورته کوله.

ملي امنیت ریاست زياته کړه، نيول شويو خبريالانو د نظام پر ضد او د طالبانو په ګټه کار کاوه او بسم الله وطندوست خو لا د کندهار والي ته د طالبانو هغه پيغام هم رسولي و چې ولايت دې خوشې کړي او طالبان دې د اختر لمونځ د کندهار په ولايت مقام کې وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، د نيول شويو خبريالانو قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري چې حساب کتاب ورسره وشي.

ياده دې وي چې په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونو د نيول شويو خبريالانو په نيول کيدو اندېښنه ښودلې وه او په دې اړه يې د جدي څېړنو غوښتنه کړې.

1 COMMENT

  1. لرگی په چرخ کری، د هر هیواد خبریال کوشش کوی خبری خپل د ملک په گته وسرخوی خو زموژ نه زینی ملایان، نه زینی استادان او نه هم اکثره عوام د هیواد لپاره کار کوی. چی خپله یی نه جورو نه بل هیواد ولی ملامتوو. لرگی ورکی لرگی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب