چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+هغه فلمي کيسه چې ريښتيا شوه

هغه فلمي کيسه چې ريښتيا شوه

تاند- په  فلمونه او سريالانو کې به مو ډير ليدلي وي چې يو څوک د ټرافيکي پېښې له امله خپله حافظه له لاسه ورکړي.خو اوس په امريکا کې په ريښتيا همداسې يوه پېښه شوې ده چې کيسه يې د خواله رسنيو د کاروونکو ترمنځ لاس په لاس کيږي.

کيسه داسې ده چې د امريکا په ټکزاس ایالت کې شپږ ديرش کلن ډینیل يو سهار چې کله له خوبه راويښ شو، خپل شل کلن ژوند يې هېر کړی و او ځان ورته د ښوونځي شپاړس کلن زده کوونکی و اېسېد. د نوموړی حالت تر همدا اوسه همداسې دی او ځان ورته شپاړس کلن خامه خوله هلک ښکاري.

ډینیل هغه وخت له داسې حالت سره مخ شو چې د روزګار د خرابېدو له امله يې خپلې سپما کړې پېسې خلاصې کړې او د‌ کور د کرايې د پېسو د نه لرلو له وجې له خپلې ميرمنې او لس کلنې لور سره د خپل پلار کره ولاړ.

دی په هماغې خونه کې ويده و، چې هر سهار به ترې ښوونځي روانېده، خو سهار يې چې په راويښېدو سره د ځان ترڅنګ خپله مېرمن وليده، ناببره يې سترګې رډې راووتې او منډه يې کړه، هنېدارې ته مخامخ ودريد.

لومړی يې فکر وکړ چې چا تښتولی، خو مېرمن يې چې هک حيرانه شوې وه، زړه ورتکيه کړ چې داسې کومه خبره نه ده.

ډاکټرانو لومړی د هغه د حافظې له لاسه ورکول يوه عادي خبره وګڼله او ويې ويل چې دوه /ورځې وروسته به بيرته رک روغ شي،خو هغه د يو کال له تېرېدو وروسته هم په هماغه حال دی.

ډاکټرانو دا پېښه نادره او بې سارې بللې او يوه ډاکټر خو ويلي چې د ډینیل پر ذهن دومره فشار راغلی چې په خپله مغزو يې په لا شعوري توګه پرېکړه کړې چې شل کلنه حافظه يې پاکه کړي، خو د هغه دا فرضيه علمي اړخ نه لري او هسې يوه خبره يې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی