چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: د ملکيانو په مرګ ژوبله کې اتیا سلنه...

د بشر حقونو کمېسیون: د ملکيانو په مرګ ژوبله کې اتیا سلنه زیاتوالی راغلی

تاند (یکشنبه د اسد ۱۰) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله اتیا سلنه زیاتوالی راغلی.

دې کمیسیون نن یکشنبه/ د اسد ۱۰مه/ په یوه نوي راپور کې وویل چې د سږني کال د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر پایه، د افغانستان په جګړو کې نژدې ۱۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۶۰۰ زیات نور ملکیان ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې په وژل شویو کې ۱۲۶ ښځې او ۳۷۳ ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون طالبان په ۵۶ سلنه، نامعلوم وسله وال په ۲۲ سلنه، افغان دولتي ځواکونه په ۱۵ سلنه او داعش ډله په ۷ سلنه ملکي مرګ ژوبله ګرم بللي دي.

د دې سازمان  د راپور له مخې د تېرکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړو په ترڅ کې ۱۲۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان و.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د مذاکراتو له لارې د جګړې پر ختمېدو ټینګار کړی او له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

طالبانو بیا دار راپور رد کړی، خو د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون داسې مهال دغه راپور خپور کړی په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او افغان چارواکي وايي‌ چې طالبان غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي.

په همدې حال کې ولسمشر غني نن وویل، طالبانو هیڅ راز مثبت تغیر نه دی کړی، بلکې لا ظالمان شوي دي.

ښاغلي غني چې نن یې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې وویل، وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د سولې لپاره هیڅ اراده نه ده ښودلې او په وینا یې دغې ډلې ټینګار کړی چې سوله نه غواړي.

ولسمشر د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته په اشارې وویل چې دغې ډلې، په نیول شویو سیمو کې په ښوونځیو کې هغه مضمونونه هم له نصاب څخه لرې کړي دي چې پکې حب الوطن زده کوونکو ته ورښودل کېږي.

ولسمشر اشرف غني دغه راز زیاته کړه چې طالبانو تاریخ او جغرافیه هم له نصاب څخه حذف کړي او په دې سره هڅه کوي چې هېواد د بربادۍ لور ته سوق کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب