چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د هوا له لارې د انترنیټ سرعت ۱۷۶ میګابایټو ته ورسېد

د هوا له لارې د انترنیټ سرعت ۱۷۶ میګابایټو ته ورسېد

تاند- د لومړي ځل لپاره د هوايي انترنیټ سرعت په هره ثانیه کې ۱۷۶ میګابایټو ته ورسېد چې دا یو نوی ریکارډ دی.

دا ډول انترنیټ له فضا څخه د سپوږمکۍ له لارې د نړۍ د هغو سیمو لپاره ډېر مهم دی چې انټرنیټ نه لري یا یې په هیوادونو کې انترنیټ فیلټر کېږي.

په اروپا کې اوس له فضا څخه د ترلاسه کېدونکي انترنیټ سرعت په ثانیه کې ۱۷۶ میګابایټه دی خو په امریکا کې په هره ثانیه کې ۱۵۰ میګاباټو ته رسېږي. ویل شوي چې د انترنیټ په رسېدو کې د ځنډ اندازه ۳۳ میلي ثانیې دی.

سپېس ایکس کمپنۍ، چې له هوا څخه مځکې ته د انترنیټ د رسولو لپاره یې ګڼې سپوږمکۍ د مځکې په مدار کې ځای پر ځای کړي، هیله لري چې د خپلو سپوږمکیو شمېر نور هم ډېر کړي او د انترنیټ سرعت په رسېدو کې د ځنډ وخت تر ۲۰ میلي ثانیو لږ کړي.

همدا اوس د سپېس ایکس سټارلینک سپوږمکۍ د مځکې ټولو برخو ته انترنیټ رسوي، خو د دې لپاره چې د انترنیټ په رسولو کې ځنډ نور هم کم کړي او د انترنیټ سرعت لا ډېر کړي، باید د خپلو سپوږمکیو شمېر ډېر کړي.

سپېسک ایکس غواړي چې په نهایت کې د مځکې په مدار کې د انترنیټ د رسولو لپاره د خپلو سپوږمکیو شمېر ۱۲ زرو ته ورسوي.

سټارلینک سپوږمکۍ د شبکې په ډول له یو بل سره تړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب