چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالب د سولې اراده نه لري

ولسمشر غني: طالب د سولې اراده نه لري

تاند (يکشنبه، اسد١٠) – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وسله وال طالبان د سولې اراده نه لري او د پخوا په پرتله يې مثبت بدلون نه دى کړى.

ولسمشر غني د يکشنبې په ورځ د برښنايي سیستم له لارې د کابینې لومړۍ غونډه کې وویل، شک نه شته چې افغانستان تر يرغل لاندې دى او طالبان غواړي څو حکومت ورته تسلیم او تېر د افغانانو د راتلونکي په توګه وټاکي.

هغه وايي، طالبان تر هغې د سولې خبرې نه کوي چې د جګړې په ډګر کې بدلون رانه شي.

ولسمشر غني زیاته کړه: “طالب د تېرو ۲۴ کلونو پرتله توپیر کړی، بدلون یې په څه کې دی؟ لا کرکجن شوی، لا ظالم شوی او لا نامسلمان شوی دی. هو طالب بدلون کړی، خو مثبت بدلون یې نه دی کړی. نه د سولې، نه د ابادۍ او نه هم د روغې جوړې اراده لري، باید طالب وپېژنئ.”

نوموړي طالبان تورن کړل، چې افغانستان ته يې بهرني ترهګر راوستي او هېواد يې تر يرغل لاندې نيولى.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر غني دغه راز وويل، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د افغانستان امنیتي وضعیت کې بدلون راشي او د ښارونو امنیت يې لومړيتوب دى.

ولسمشر غني داسې مهال يادې څرګندونې وکړې چې دا مهال په هرات، کندهار او هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي وايي، هرات او هلمند ته يې تازه دمي ځواکونه لېږلي او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې وخت کې به په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په یادو ۳ ولایتونو کې وضعیت عادی شوی، خو تر خوا یې د جګړې لپاره ټول احضارات نیول شوي دي.

ښاغلی شینواری که څه هم په دې ۳ ولایتونو کې وضعیت بېړنى بولي، خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه له دښمنه د دې سیمو د ساتلو توان لري.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند هرات، کندهار او لښکرګاه کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره هم وکړه او تر خوا یې وویل چې تېره یوه اوونۍ کې د دې ډلې د ۱۳۲۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو روانه اوونۍ په هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو بریدونه وکړل او هلته یې په یو شمېر سیمو کې د خپل پرمختګ یادونه وکړه.

خو برعکس افغان حکومت وویل، پر دې ښارونو یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او دې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب