چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+افغانان او جګړه| جنرال دولت وزیري

افغانان او جګړه| جنرال دولت وزیري

د افغانستان تاریخ له جګړو سره ملګری دی. د ډېرو جګړو له کبله د نړۍ یوه برخه خلک افغانستان ته د امپراطوریو هدیره وايي او اوسېدونکي يې د زړورو او جنګیالیو په نامه یادوي.

یوه برخه خلک بیا افغانستان یو بېوزلی، د کمزوري اقتصاد خاوند او په وچه کې راګېر هېواد بولي. اوسېدونکي يې له تمدن لیرې، لارې نیوونکي او داړه ماران ګڼي. په دې برخه کې دوی ځینې کتابونه هم لیکلي او په فلمونو کې یې هم دغه منفي څېره ورکړې ده.

که چېرې ورته ښه ځیر شو د افغانستان په هکله نړیوال په ډېرو برخو کې له سترې تیروتنې سره مخ دي، ځکه په ډېرو وختونو کې جګړې پر افغانستان تحمیل او دوی جګړې ته اړ شوي دي.

ډېر به کم لیدل شوي وي، چې افغانان دې د جګړې پیلوونکي وي. تل سترو هېوادونو او زبرځواکونو د دې هڅه کړې ده چې د افغانستان له لارې هند ته د تېرېدو پر مهال پر افغانانو جګړې وتپي او یا يې نېغ په نېغه پر افغانستان راودانګي.

ځینې وختونه دلته نیابتي او رقابتي جګړې هم تر سره شوي دي. له سکندر څخه را نیولې بیا د ایرانیانو، عربانو، چنګېز، تېمور، ګرګانیانو، انګرېزانو او روسانو پورې ټولو دلته خپل زور ازمایلی دی او جګړې يې د افغانانو کور ته راوړي دي.

سمه ده چې جګړې جهالت، بېوزلي او بې ثباتي زېږوي، خو ورسره هغه څوک چې جګړې تحمیلوي هغوی هم د ښې ورځې مخ نه ګوري. که د بېلګې په توګه له انګرېزانو او شورویانو یادونه وکړو، وبه ګورو چې دلته شورويان هم له ډېرو ستونزو سره مخ شول.

ډېر تلفات ورته ورسېدل او ستر شوروي هېواد په پنځلسو ټوټو ووېشل شو. همغه له افغانانو سره جګړه وه چې تر اوسه روسيې په نړیواله کچه خپل هغه پخوانی برم تر لاسه نه کړ.

انګرېزانو هم له افغانانو سره په جګړو کې ښه ورځ ونه لیده. ډېر تلفات ورته ورسېدل. د انګرېزانو په مستعمرو کې لمر نه پرېواته، خو دلته په افغانستان کې له ستر ناورین سره مخ شول.

نن سبا هم جګړه زموږ خپله نه ده. د پاکستان له خوا پر موږ تپل شوې جګړه ده. په ښکاره او څرګند ډول پاکستان له جګړې انګار کوي، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، پاکستان په ډېره سپین سترګۍ د جګړې تر شا ولاړ دی. اکمالات، مشورې، د ټپیانو درملنه او په مستقیمه توګه په جګړو کې ګډون دا هر څه د دوی په لاس کې دي.

د جلال اباد په جګړه کې هم هغه مهال پاکستان له دې انکار کولو چې دوی په جګړه کې شریک نه دي، خو اوس هر څه روښانه دي او دوی په خپله اعتراف کوي، چې د جلال اباد په جګړه کې د دوی جنګیالیو او مشاورینو حضور درلود.

تاریخ څوک نه بخښي، بې له وېرې محاکمه کوي. پاکستان که هر څومره نن ورځ د نړیوالو په سترګو کې شکې واچوي، خو د تاریخ په سترګو کې شګې نه شي اچولای.

زموږ کور يې که وسوځاوه، دېوالونه مو لا پاخه شول، خو که کله د تاریخ د څپېړې وار پاکستان ته برابر شو، بیا به د خپل پاشلو ټوټې په سترګو ونه ګوري. د انګرېزانو په ځواکونو کې خو یو ډاکټر برايډن نیم ژواندی خپلې قرارګاه ته ورسېد. خو پاکستان دې په دې پوه شي چې:

«بد ګرزي بد به پرځي.»

البته پاکستان د افغانانو له دې خبرې خبر نه دی چې وايي:

«سل کاله وروسته يې وار واخیست بیړه يې وکړه.»

افغانان چې څومره په دوستۍ کې ټينګ دي، په دښمنۍ کې لا ډېر پیاوړي دي. افغانان ژر غولېږي، خو کله يې چې سر خلاص شي بیا ډېر ژر انتقام اخلي.

پاکستان به په افغانستان کې خپلو ګوډاګیانو ته خوشحاله وي او فکر به کوي چې هغوی به تل د دوی په چوپړ کې وي.

دوی بې خبر له دې چې شاه شجاع هم د انګرېزانو ګوډاګی و، خو په وروستیو وختونو کې يې په خپله افغانان د انګرېزانو پر ضد جګړې ته رابلل. کارمل هم روسانو ته د ګوډاګي په نامه پېژندل کېده، خو بیا يې افغانان په خپله د روسانو پر ضد لمسول.

پاکستان دې د افغانستان پر ضد جګړه ودروي، له تاریخ دې زده کړه وکړي. که چېرې افغانانو تورې ته لاس کړ بیا به د دوی ګوډاګیان هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې خپله کمپله هواره کړي.

بیا به بې اتفاقه افغانان دوی په خپلو سترګو متحد وګوري. یوه خبره ښه هم نه ده خو د اړتیا له مخې يې پاکستان ته ور یادوم، هغه دا چې:

«د دښمن په مقابل کې افغانان د لېوانو وروڼه دي، د یوه پر ځای ټوله رمه وژني.»

پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، په سوله کې په ژوند کولو کې مو ګټه ده، که پاکستان جګړې او د افغانستان ورانولو ته دوام ور کوي، مانا دا چې د ګاونډیتوب اصولو ته ژمن نه دي.

زه بیا وایم چې د ګاونډي کور ته اور اچوي نو حتمي ده چې دود او تاو يې د ده کور هم سوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب