تاند (یکشنبه د اسد ۱۰) د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند جنرال عمر شینواری وايي، افغان پوځ له لاسه د وتلو سیمو د نیولو لپاره پراخ عملیات پيل کړي دي او ژر په روان وضعیت کې تغیرات راشي.
نوموړي نن یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.
هغه وویل، د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو په دغو درې ولایتونو کې لوړه درجه جګړیز احضارات نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، «ان شاءالله او تعالی له دښمن نه د دغه سیمو د ساتلو توانمندي له هر لحاظه لرو. او کوم وضعیت چې مخته راغلی و هلته هغه الحمدالله د اپراتیفي او تکتیکي قوماندانو لخوا د منظمو پلانونو پر بنسټ باندې مدیریت شوی دی د دښمن مخه نیول شوې ده.»
جنرال عمر شینواري زیاته کړه په هرات، هلمند او کندهار کې د جګړې مدافعي خطونه جوړ شوي او په وینا په دغه ولایتونو کې کومه لویه پوځي ستونزه نشته.
د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمن د هرات ولایت د جګړې د رهبرۍ لپاره له تازه دمه ځواکونو سره دغه ولایت ته رسېدلی دی.
د هغه په خبره، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره اونۍ د طالبانو پر ضد شاوخوا ۲۲۱ پوځي عملیات ترسره کړي چې په دې لړ کې ۱۳۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷۷۰ ټپیان شوي او ۱۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
جنرال عمر شینواري همدارنګه وویل چې د ګمرکونو، له لاسه وتلو ولسوالیو او سرحدي سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هرات، هلمند او کندهار ښار له څنډو څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
افغان امنیتي چارواکو په دغه ولایتونو کې د طالبانو پر لیکو د هوايي بریدونو پرمهال د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.
هرات کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي برید کې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
جنرال عمر شینواري په دغو عملیاتو کې افغان پوځ ته د اوښتو تلفاتو په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په همدې موده کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۶ ملکیان وژل شوي او ۱۹۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر دا مهاله په دې هکله تبصره نه ده کړې، خو وار د مخه یې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورنه رد کړي دي.