جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د هند او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې د پام وړ ډېروالی...

چارواکي: د هند او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې د پام وړ ډېروالی راغلی

تاند (یکشنبه د اسد ۱۰) په هند کې د افغانستان سفیر وایي چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې ۲۱،۹۶ سلنه ډېروالی راغلی دی او تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې دا سلنه تر دې هم لوړه شي.

فرید ماموندزی وايي چې د افغانستان محصولات د هند په بازارونو کې ښه مشتریان لري او که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې ډېرېږي نو سوداګري به پراخېږي او د خلکو تود هرکلی به د افغانستان د اقتصادي ودې سبب شي.

دمګړۍ د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري د هوایي دهلیزونو او چابهار بندر له لارې ترسره کېږي له همدې امله هند ټینګار کوي چې دوی به د چابهار بندر لا پیاوړی کوي او له دې لار به سوداګري لا ډېروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب