شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنيو چارو وزير : طالبان به په افغانستان کې...

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير : طالبان به په افغانستان کې داعش ډلې ته د فعاليت اجازه ور نه کړي

تاند (يکشنبه د اسد ۱۰ مه ) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې طالبان به په افغانستان کی داعش ډلې ته د بيا سر پورته کولو اجازه ورنه کړي.

نوموړيپرون په يوه خبري غونډه کې وويل چې طالبان به داعش ډلې ته په دغه هېواد کې د خپلو فعاليتونو د بيا پراخولو اجازه ور نه کړي.

هغه د‌خپلو خبرو په دوام وويل چې افغان ځواکونه له داعش سره د مبارزې وړتيا لري.

قريشي يو ځل بيا په ظاهره په افغانستان کی سوله د سيمې د هېوادونو د ثبات په ګټه وبلله او ويې ويل چې پاکستان له نوروړ هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راتلو هڅې کوي.

له نوموړي وپوښتل شول چې که په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت دوام ومومي نو CPEC يا د‌چين -پاکستان د اقتصادي دهليز د پروژې برخليک به څنګه شي؟

نوموړي په ځواب کې وويل چې هېڅ ډله نه شي کولای ددې پروژې مخه ونيسي. قريشي په پاکستان کې پر چينايي وګړو په تېره بيا انجنيرانو وروستي بريدونه ددغې پروژې د مخنيوي د هڅو د لړۍ يوه کړۍ وبلله.

ويل کيږي چې په بلوچستان کې دپاکستان له خوا د یادې پروژې دامینت لپاره خورا ډيرې پېسې لګول شوي څو ددغې پروژې امینت ټينګ او د دې پروژې
د عملي کیدو لار اواره کړي، خو په پاکستان په تېره بيا بلوچستان ايالت کې پر پاکستاني پوځيانو او چينايي انجنيرانو وروستيو بريدونو ان د دغې پروژې لومړنۍ چارې له ننګونو سره مخ کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب