یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني کوچیانو ته؛ که ملا هیبت الله ژوندی وي د سولې...

ولسمشر غني کوچیانو ته؛ که ملا هیبت الله ژوندی وي د سولې جرګه ورسره وکړئ

تاند (یکشنبه د اسد ۱۰) ولسمشر اشرف غني له کوچیانو وغوښتل چې د سولې لپاره طالبانو ته جرګه شي.

ښاغلي غني دغه خبره نن مازدیګر په سلامخانې ماڼۍ کې د کوچیانو له یو شمېر مشرانو او د هغوی له استازو سره د لیدنې پر مهال وکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د ولسمشر غني له برنامو او سولې پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ چې په هر ډول حالاتو کې د هېواد دفاع ته تیار دي.

د ولسمشر غني په خبره، دوی د سولې لپاره ډېر څه وکړل خو په وینا یې چې طالبان د روانې جګړې، وژنو او ورانیو اصلي مسؤل دي.

محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل، د ده دنده د نظام ساتل دي څو د همدې نظام په چوکاټ کې سوله وشي او په وینا یې که طالبان افغانان وي یوې پایلې ته د رسېدو لپاره دې خبرو ته حاضر شي.

خبرپاڼه زیاتوي، «د هیواد جمهور رئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ.»

محمد اشرف غني وویل، طالبانو ته یې په وار وار ویلي چې واک به ولس ته ورکړي، د ټاکنو لپاره به زمینه برابره کړي او هر څوک چې د خلکو له خوا وټاکل شو تیار دی چې خپله څوکۍ ورته پرېږدي.

ارګ وايي ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هېواد د ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب