شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ۴ ولایتي مرکزونو په منځ کې د لشکرګاه وضعیت تر ټولو...

د ۴ ولایتي مرکزونو په منځ کې د لشکرګاه وضعیت تر ټولو ترینګلی ښکاري

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۰) د افغانستان د څلورو ولایتونو له مرکزونو څخه، چې په وروستیو ورځو کې د جګړو لمن ورغځېدلې ده، تاند ته رارسېدلي راپورونه ښيي چې تر ټولو بد وضعیت په لشکرګاه او کندهار ښارونو کې دی.

په لشکرګاه ښار کې سره له دې چې د افغانستان هوايي ځواک پر طالبانو بمبارۍ کوي، د دې ډلې وسله وال د ښار لومړۍ حوزې ته رسېدلي دي.

شاهدان وايي، د ښار په کوڅو او حتي مرکزي چوک (د هیلي یا سولې څلور لارې) کې مړي پراته دي.

هوايي ځواک یو خصوصي روغتون بمباري کړی چې طالبانو پکې پناه اخیستې وه.

طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نیولي او د کورونو ترمنځ دېوالونه یې سوري کړي چې له یوه کوره بل ته په اسانه وتښتي.

د لشکرګاه ځینې ښاریانو تاند ته نن ماښام ناوخته وویل چې جګړه د هلمند د والي، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ریاست ودانیو ته څو ځلې خورا نژدې شوه خو امنیتي ځواکونو طالبان بېرته په شا وتمبول.

په همدې منځ کې په ولسي جرګه کې د هلمند یو استازی کریم اتل وايي چې اوس هم د ولایت او امنیه قوماندانۍ له ودانیو جګړه ډېره لېرې نه ده.

په عین وخت کې د ملي اردو ویندوی جنرال عمر شینواری وايي چې هلمند ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او کلک دفاعي کمربند یې جوړ کړی دی.

د جنرال شینواري په وینا نه په لشکرګاه او نه په نورو ولایتي مرکزونو کې جدي خطر شته.

د هرات په اړه وروستي راپورونه ښيي چې طالبان نه دي توانېدلي چې ښار ته ننوځي. دې ولایت ته د کورنیو چارو مرستیال وزیر له یو شمېر ځانکړو پولیسو سره نن ورسېد. او د هرات هوايي ډګر ته ملکي او پوځي الوتکې چې وړمه ورځ ځنډول شوې وې، بیا پیل شوې دي.

همداراز د تخار له مرکز تالقان څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې طالبانو دې ښار ته د ننوتو ګڼې هڅې کړي خو له سختو مرګ ژوبلو وروسته شاتګ ته مجبوره شوي دي.

په اوس وخت کې د لشکرګاه په اړه اندېښنې ډېرې دي. ښاریان او د هلمند استازي وايي، که په کافي شمېر کومکي ځواک ورونه رسېږي دا ښار د دولت له کنټروله وځي.

له کندهار ښاره رارسېدلي راپورونه هم وايي چې د دغه ښار په څو حوزو کې خورا بې رحمانه جګړه روانه ده. د دې جګړې له کبله لسګونه زره ښاریان بې ځایه شوي، سلګونه کورونه نړېدلي او سلګونه تنه په تېره بیا ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب