شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیلېدو لپاره د لښکرګاه له...

د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیلېدو لپاره د لښکرګاه له ښاریانو وغوښتل شول چې له ښاره ووځي

تاند(سې شنبه، د اسد ۱۱) د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي، ورته ویل شوي چې له ښاره ووځي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه غواړي چې په دغه ښار کې د طالبانو پر ضد پراخ او شدید عملیات پیل کړي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نیولي او امنیتي ځواکونه نه شی کولی چې عملیات پرې وکړي.

جنګي الوتکې پر ښار ګرځي خو په ندرت یو نیم بم غورځوي ځکه چې د ملکي مرګ ژوبلو وېره ده.

طالبانو په تېرو درو ورځو کې د ښار په لمنه کې د صافیانو د سیمې له نیولو وروسته د ښار اکثره برخې نیولي خو دولتي ودانۍ لا هم د امنیتی ځواکونو په کنټرول کې دي.

طالبانو تېره شپه هڅه وکړه چې د هلمند محبس ونیسي خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ او شاتګ ته مجبوره شول.

په لښکرګاه کې سخته جګړه روانه ده او ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۴۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي خو ښايي حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د لښکرګاه پر ښاریانو ږغ کړی چې څومره ژر کېدای شي له خپلو کورونو ووځي.

«لطفاً څومره چې کېدای شي هومره ژر ووځئ چې موږ عملیات پیل کړای شو.»

د جنرال سادات پیغام د انترنیټ له لارې تر دوه لکه ځلې زیات شریک شوی دی.

ده همداراز ویلي«زه پوهیږم چې دا ستاسو لپاره خورا سخته ده چې له خپلو کورونو ووځئ، موږ ته هم سخته ده، خو که د څو ورځو لپاره بې ځایه کېږئ، لطفاً موږ وبخښئ. موږ له طالبانو او نورو سره جنګېږو. تر هغو ورسره جنګېږو چې یو هم ژوندی پاتې نه شی.»

په همدې حال کې طالبانو په لشکرګاه ښار کې تر ۱۲ ډېرې سیمه ییزې راډیوګانې او تلویزیونونه نیولي او د ټولو نشریات درېدلي دي.»

په همدې منځ کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو یو استازی کریم اتل وايي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځانونه پټ کړي او له پاسه پرې بمبارۍ کېږي.

د اتل په وینا له وړمې شپې راهیسې په ښار کې خورا سخته جګړه روانه ده چې له کبله یې ډېر شمېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې تېره شپه ناوخته لښکرګاه ته کومکي ځواک رسېدلی دی خو تراوسه پورې یې د طالبانو پر ضد جدي عملیات د دې لپاره پیل کړي نه دي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نیولي او عام وګړي یې د ځان سپر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب