Homeخبرونهد پلازمېنې او څو نورو ښارونو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد د...

د پلازمېنې او څو نورو ښارونو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد د الله اکبر نارې ووهلې

تاند (سې شنبه/ د زمري ۱۲مه) — د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان د بېلابېلو ښارونو په لسګونو زرو اوسېدونکيو او د ټولنیزو رسنیو کارونکیو نن د ماښام له ۹ بجو څخه د خپلو د بامونو له سرونو، لارو او کوڅو څخه د تکبیر او الله اکبر چیغې ووهلې.

د کابل، جلال اباد، اسد اباد، خوست، مزار شریف،… په شمول د افغانستان د ګڼو ښارونو اوسېدونکیو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر او د وسله والو مخالفینو پر ضد شعارونه ورکړل.

په ټولنیزو رسنیو د طالبانو د ډلې یو شمېر مینه والو د حکومت او مدني حرکتونو له خوا د الله اکبر کاروان ته بلنه یوه لوبه بللې وه او لیکلي یې وو چې دا لوبه به هم تېره شي.

ویل کیږي چې د پخوانیو افغان تنظیمونو غړو او بیا ورپسې وسله والو طالبانو د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې دیني شعایر یوازې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره کارول او تر ډېره یې د انسانانو د وژلو او د افغانستان د شتمنیو د ویجاړولو پر وخت د الله اکبر له نامه څخه استفاده کوله.

نن په نورو سربېره، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور احمد پښتین او محسن داوړ او په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الیګساندر هم د الله اکبر مقدس الفاظ په خپلو رسنیو باندې خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...