شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې په زورورې چاودنې پسې ډزې شوي

په کابل کې په زورورې چاودنې پسې ډزې شوي

تاند- د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې زوروه چاودنه شوې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې دا چاودنه د ملي امنیت ریاست او یوه ګڼ مارکیټ ته څېرمه شوې ده.

ځینې راپورونه وايي چې چاودنه د دفاع وزیر بسم الله محمدي د کور مخته شوې او ورپسې څو تنه انتحاریانو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې انتحارایان د محمدي کور ته په ننوتو بریالي شوي او که نه دي.

له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

تر دې دمه هیڅ چارواکي او کره سرچینې د چاودنې د څرنګوالي او د د احتمالي هدف په اړه څه نه دي ویلي.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې چاودنه موټربمي وه او ګڼو کسانو، په تېره بیا لارویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په وینا په شیرپور کې په دې برید کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان جنرال سلطان محمد او د کورنۍ ۵ غړي یې برسېرن ټپیان شوي دي.

دا خبر همدلته تازه کېږي.

1 COMMENT

  1. THIS IS PAKISTAN TO RUN WAR IN OUR COUNTRY.
    INDIA MUST TAKE PART AGAINST PAKISTAN,
    BECAUSE PAKISTAN WANT TO MAKE AFGHANISTAN UNDER POWER.
    AFGHANS KNOWS LEADER SHIP OF WAR IS PAKISTANI ARMY&ISI INTELLIGENT.
    I HOPE AFGHANS BECOME UNITED AGAINST PAKISTANI AGENTS.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب