حاجي محمد هوډ
دا خو معلومه ده چې ژبه له درې لویو جهازونو لکه: عصبي، تنفسي او هضمي څخه رغیدلې ده چې همدغه درې جهازونه بیا دوه ډوله دندې لري یو ډول یې داخلي یا دنننۍ دندې او بل ډول یې بهرنۍ یا دویمي دندې دي؛
داخلي دندې هماغه د بدن د تغذیې او د بدن د روزلو لپاره کارول کېږي خو بهرنۍ دندې په اصل کې هماغه دندې دي چې له بدن څخه دباندې کارول کېږي یعنې د نورو سره د اړیکو لپاره کارول کېږي. ژبه هم د انسان د مغز د دویمې دندې په پایله کې منځ ته راغلې او په اصطلاح دا د همدغه دویمي دندو برکت دی چې بړ بړ غږېږو.
په ټوله کې د انسان ماغزه تر لس میلیارډه عصبي رګونه لري چې هر یو یې له یوه تر لس زره پورې رګونو سره نښتي دي او همدغه رګونه دي چې انسان د مغزو تر منځ یو خاص سیستم رامنځ ته کوي او انسان ته د فکر، خبرو او کار کولو توانایي ورکوي؛ د مغز خارجي برخه د یوې نازکې اوبلنې خړ رنګې پردې په وسیله چې له میلونونو رګونو څخه رغیدلې ده پوښل شوې، دا پرده د دماغ cerebrum په نامه یادېږي یاده پرده د ډېر مساحت درلودو له کبله چوڼ یا ګونځې شوې چې ټول وزن یې له ۱۳۰۰ګرام څخه تر ۱۴۰۰ ګرامه پورې رسېږي؛
همدا برخه په دوو لویو برخو وېشل کېږي چې ښۍ نیم کره او کیڼه نیم کره بلل کېږي؛
هره نیم کره په څلور لوبونو وېشل کېږي:
۱ـ د سر د وروستۍ برخې لوب ـ اکسیپیتال: occipital چې د لیدلو، لیدونکو معلوماتو اوحرکتونو، د رنګونو او کلیمو پېژندل یې اساسي دنده ده.
۲ـ پارتیال لوب partieal چې د حسي مسایلو اړوند لکه، لمس، درد، فشار او د اوریدلو او تکلم د درک له پاره دی.
۳ـ تمپورال لوب: temporal د فضا او ژبې د درک لپاره او د اوریدونکو اوازونو او ژبو د تفسیر او تحلیل لپاره دی.
۴ـ مخکنی لوب: Frontal چې د استدلال، حرکتي مهارتونو، د پېژندنې لوړې کچې، او بیاني ژبې سره اړیکه لري.(باقري. ۱۳۸۷. مخ۲۲۴)
بله برخه مُخچه یاcerebellum ده چې کوچنی مغز یې هم بولي، دغه برخه په اصل کې تر سربروم یا دماغ لاندې ده چې سپین رنګ لري. او د بدن د حرکتونو د کنترول چارې پر غاړه لري، سربلوم د بدن د غړو د تعادل او همغږۍ په برخه کې مهم رول لوبوي. (برتون، دوشین او بیتسن. ۱۳۹۵ل. ۳۲۰مخ)
یوه لاره چې د خړې او سپینې مادې د توپیر سبب کېږي هغه دا ده چې خړه ماده د معلوماتو د پروسس ځای او سپینه ماده برقي سیمونو ته ورته سیستم دی چې د مغز د مختلفو برخو یا د بدن بېلابېلو برخو معلومات راټولوي او مغز ته یې رسوي، او همداراز له مغز څخه اطلاعات د بدن نورو غړو ته رسوي د بېلګې په ډول: کله چې موږ خبرې کوو نو په اتومات ډول مو د لاسونو، ګوتو، سر، وریځو او د بدن نورو غړو حرکت ورسره یوځای کېږي او همغږي ورسره ښیي.
د انسان په مغز کې بله مهمه خبره دا ده چې د هر کار د ترسره کولو لپاره خاص ځایونه ټاکل شوي دي، د بدن اړوند زیات کارونه ترسره کوي، ژبه هم د همدغو مرکزونو او ځایونو په پام کې نیولو سره خپلې چارې ترسره کوي.
درک او ژبه دوې هغه پدیدې دي چې هره یوه یې د مغز په جلا جلا کُرو پورې اړوندې دي، په ډېرو کسانو کې د مغز چپه نیمه کره ژبنۍ چار د خپلې اساسي دندې په توګه ترسره کوي، دا په داسې حال کې ده چې ښي نیم کره د لیدلو، درک کولو او غیرې ژبنیو آوازونو د اوریدلو چار د خپلې اساسي دندې په توګه ترسره کوي، تاسې په لاندې جدول کې لیدلای شئ چې د ښۍ نیمې کُرې او چپه نیم کُرې دندې څه دي:
راسته نیمه کُره | چپه نیمه کُره |
۱ـ د غیرې ژبنیو غږونو درک کول
۲ـ موسیقي ۳ـ د لیدلو چار ۴ـ خیال پردازي ۵ـ کلی استدلال |
۱ـ ژبه
۲ـ تحلیلي استدلال ۳ـ زماني ترتیب ۴ـ لیکل او لوستل ۵ـ شمېرل |
په دې سربېره چې هره نیم کره خپلې ځانګړې مانیزې دندې پرمخ وړي ورسره په څنګ کې د بدن پر نورو غړو حاکمیت لري او هغه کنټرولوي. خو حیرانوونکې خبره په کې دا ده چې د انسان د مغز چپه خوا د انسان د بدن راسته خوا (لاس، پښه، سترګه او نور) او ښۍ خوا یې د بدن چپه خوا کنټرولوي. (اګریدي، ویلیام. مایکل دابروولسکي او مارک آرُنُف. ۱۳۹۸. ۴۱۵ مخ)
د دوو نیم کُرو ترمنځ تعامل: د fMRI او نورو تخنېکونو ښودلې چې دواړه نیم کُرې د خبرو کولو پر وخت په ټولو برخو کې سره تعامل لري؛ هغه آهنګ چې د ویلو پر وخت اهنګین ریتم ورکوي، په اصل کې په راسته نیم کره کې کنترول کېږي؛ په داسې حال کې چې مانایي پروسس یې په چپه نیم کره کې کېږي. نو د همدې لپاره چې «ته پلورنځي ته تللی وې.» د (ټیټ یا زوړند آهنګ سره) خبري جمله له « ته پلورنځي ته تللی وې؟» (د لوړ یا نېغ آهنګ سره) د پوښتنیزې جملې د توپیر لپاره باید دواړه نیم کُرې فعال وي.
هرڅومره که د ژبې د منفردو مؤلفو پروسس په چپه یا راسته او یا په دواړو کرو کې یې د منځ ته راتګ تعینول مهم دي، خو غوره پیغام په کې دا دی چې ژبه له دواړو نیم کرو څخه په آرته پیمانه ګټه اخلي.
بروکا : Broca’s area))
چې د دې برخې د کشفوونکي فرانسوي ډاکټر پل بروکا په نوم نومول شوې ده، د انسان د مغزو د چپه نیمه خوا په مخکنۍ برخه کې قرار لري او د آوازونو د تولیدي برخې دنده ورترغاړې ده او د دې علت دا دی چې د مغزو دا برخه د مغزو مُخ یا سربروم ته نږدې ده چې د (مخ، ژبې، تالو، غاړې او باړخو) د کنترول دنده ورترغاړې ده، د مغزو دا برخه په کلیمه، جمله او عبارت جوړولو کې تر ټولو اساسي ونډه لري. (مرهون.۱۳۹۶.مخ ۴۳)
د بروکا آفازي Aphasia)) د بروکا آفازي د بروکا په برخه د ټپ یا زیان رسولو له امله رامنځ ته کېږي، دا ډول آفازي په غږیدو کې د پڅوالي او ګډوډۍ لامل کېږي، خو د غږیدو مانا (مانا پوهنه) ته زیان نه رسېږي. هغه کسان چې د بروکا پر آفازیا اخته دي، معمولاً د ساده شوي ګرامر څخه ګټه اخلي. کیدای شي د جمع علامې ونه کاروي یا فعلونو ته تغیر ورکړي، د بېلګې په توګه چې د (ما اوه مڼې واخیستې) جملې پر ځای (ما اوه مڼه واخلم یا واخیستل.) ووایي.
کله چې مو دې ته پام کېږي چې د بروکا برخه د تیمپورال لوب چې په چټکتیا سره د ژبې د پروسس عملیه اجرا کوي او د سربروم حرکتي قشر چې باید اعمال کنترول کړي ترمنځ مشخص کېږي چې دغه آفازي دخبرو پر درک او اوریدلو نه بلکې د خبرو پر تولید تاثیر لري.
له هغه ځایه چې د بروکا آفازیا په اصل کې تولیدي ستونزه ده چې په درک باندې ډېر لږ تأثیر لري، په دغې ستونزې اخته کسان په دې ښه پوهېږي چې په خبرو کولو کې ستونزه لري. (برتون، دوشین او بیتسن. ۱۳۹۵ل. ۳۲۸مخ)
ورنیکه (Wernicke’s area)
دا برخه هم د همدې برخې د کشفوونکي د نولسمې پېړۍ مغز پېژندونکي کارل ورنیکه په نوم مشهوره ده. د مغزو دا برخه چې د چپه نیمې کُرې په منځنۍ برخه کې ده، غوږ یا د انسان د اوریدلو برخې ته ډېره نږدې قرار لري نو له همدې کبله دا برخه د خبرو د تحلیل، تفسیر او د مانا په درک کې تر ټولو مهمه دنده لري، د جملو جوړولو لپاره د کلیمو انتخابول د همدې برخې دویمه او ساسي دنده بلل کېږي.
د انسان د مغز دا دوې مهمې برخې (بروکا او ورنیکه) د څو نازکو عصبي رګونو په وسیله چې لیندۍ ډوله (دسته کماني) نومیږي، نښتي دي، چې د دغو رګونو په وسیله د دغو دو برخو ترمنځ اړیکې ساتل کېږي او اړوند چارې چې د دغو دواړو برخو ترمنځ په ګډه توګه تر سره کېږي, د دغه رګونو په وسیله لېږد او رالېږدول کېږي او د دغو دوو برخو ترمنځ د یوه پول کار ورکوي.(مرهون.۱۳۹۶.مخ ۴۳)
د ورنیکه آفازیا Aphasia)) د ورنیکې د آفازیا تأثیرونه چې اروایي آفازيا هم ورته وایي، تقریباً د بروکا د آفازیا برعکس ده. په دې اختلال اخته کسان د خبرو په درک کې ستونزه لري. خو د خبرو تولید یې غالباً سلیس او روان وي او حتا کله ممکن دغه ستونزه یوازې په لنډو ګرامري جملو کې وي، چې په بدل کې یې بې مانا جملې ووایي، ځکه په مانایي لحاظ کلیمې یوه د بل تر څنګه په سم ډول نه شي کارولی؛ مثلاً کیدای شي د ورنیکه په آفازیا اخته کسان لاندې جملې ته ورته جمله وکاروي.
زما له راتګ مخکې څخه کورته ، بل دلته څوک و/ په بل کې مې دی ګروپ ورور.
سمه بڼه یې داده: کورته زما له راتګ څخه مخکې، دلته بل څوک و/ ورور مې په بل ګروپ کې دی.
د ورنیکې برخه لکه څنګه چې یې په لاندې تصویر کې وینئ د تیمپورال لوب له وروستۍ برخې سره او بروکا برخې ته مخامخ پرته ده، د ورنیکې راسته لور ته د لیدلو برخه او لاندینی پارتیال لوب، هغه ځای چې ډیری څو حسییز ادراکي پروسس په کې ترسره کېږي، قرار لري.
د ورنیکې پر آفازیا اخته کسان ډیر وخت د خپل ژبې د ستونزې او اختلال په اړه څه نه پوهېږي. (برتون، دوشین او بیتسن.۱۳۹۵ .۳۲۹مخ)
درېیمه برخه هم د بحث وړ ده چې د ورنیکه برخې شاته پرته ده، په مغز کې د ژبې هغه برخه ده چې اوریدونکي آوازونه په عکسونو بدلوي او یا هم عکسونه په الفاظو باندې اړوي، دا برخه د شیانو د نومولو، د اوریدلو شوو آوازونو په ترسیمولو او په لیکنۍ ژبه کې ډېره مهمه دنده ترسره کوي، دا هغه برخه ده چې د دغه چار (عکس بر لفظ او لفظ پر عکس) بدلولو لپاره د لیدلو او اوریدلو د حس ترمنځ اړیکه ساتي.
کله چې موږ خبرې کوو، کلیمې له ورنیکه څخه راوځي او د لیندۍ ډوله په وسیله بروکا ته لیږدول کېږي په هغه ځای کې هلته د هغه کلیمو په اړوند نور جزیات او شکلونه جوړېږي وروسته د نورو اجرااتو لپاره ورنږدې بلې برخې ته چې په مخ یا سربروم کې قرار لري او د خبرو کولو چار کنټرولوي لېږدول کېږي.
په پاسني عکس کې تاسو وینئ چې د لیدو وړ شیان له لیدلو وروسته د شکنج زاویې ته لېږدول کېږي ورپسې سمدستي د شکنج زاویې په وسیله دغه عکسونه په خبري شکل بدلېږي او ورنیکه ته لېږدول کېږي، ورنیکه د لیندۍ ډله په وسیله هغه خبرې شوي مواد بروکا ته لېږي، بروکا د هغو موادو لپاره شکل او جوړښت تراشي او هغوی د الفاظو په چوکاټو کې اچوي او د خبرو کنټرولونکې برخې ته یې چې په مُخ یا سربروم کې قرار لري استوي او د هغو په وسیله خبرې ترسره کېږي او شي ته نوم اخیستل یا ټاکل کېږي.
ماخذونه
۱ـ باقري، مهري. (۱۳۷۸ل). مقدمات ربانشناسي. تهران: نشر قطره.
۲ـ برتون، استرانګ. دوشین، رزماري او بیتسن، اریک واتیکیوتیس. (۱۳۹۵ل). زبانشناسي for Dummies. ترجمه: فاطمه عظیمي فرد، فائقه شاه حسیني. تهران: آوند دانش.
۳ـ مرهون، محمود. (۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه، (لومړی ټوک). کابل: کائینات څېړنیز او ژباړې مرکز.
۴ـ نیلیپور، ر (۱۳۶۳)، « زبانپریشی (آفازی) در بیماران دوزبانه یا چندزبانه » ، بولتن توانبخش، ۷ او ۸ شمېره، جدي او دلو، مخ ۲۵ـ ۳۲.
۵ـ اصغري، فیروزه او بهمن زندي، (۱۳۹۲)، «عصبشناسی زبان؛ حوزة مطالعاتی بینرشتهای در زبانشناسی» په انساني علوموکې د ګډڅانګییزو مطالعاتو موسمنۍ، پنځمه دوره،۳ شمېره، اوړی، ۷۷ـ۹۹ مخونه.
۶ـ مهرنوش، کنګرلو، روشن بلقیس او دلاور کسمایی حسین، (۱۳۹۳)، « بررسی اختلالات گفتاری- زبانی در بیماران مبتلا به سکته مغزی» د جمهوري اسلامي ایران د طبي سازمان علمي مجله، ۳۲ مه دوره ،۳مه شمېره، منی، ۲۳۲ـ ۲۳۸ مخونه.
۷. اګریدي، ویلیام. مایکل دابروولسکي او مارک آرُنُف. (۱۳۹۸). در آمدی بر زبان شناسي معاصر. ترجمه: دکتر علي درزي. تهران: سازمان سمت.