شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ښايي سبا نه يي

ښايي سبا نه يي

له دباندنيو سرچينو څخه ژباړه

پوهنمل شېرشاه رشاد

کندهار – ۲۰ – چنګاښ – ۱۴۰۰

ښایي سبا نه یي!

ووايه مورکۍ ته:

ته د نړۍ تر ټولو  مينه ناکه فرشته يې،

ووايه و خپل پلار ته:

په تا مي سر لوړ دئ او نازېږمه په تا،

ووايه پردېس ورورک ته:

زړه مي در پسي تنګ دئ،

ووايه خورکي ته:

ستا د ژوند ملګری به ښايي پوه سوی وي اوس چي، د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ په ده واده ده،

ووايه خپل ملګري ته:

ستا له زغم او لوی زړه څخه منندوی يم،

ووايه د زړه کترو لوڼو او زامنو ته:

ډېر را باندي ګران ياست، نن مي زړه غواړي ستاسي پر څنګ يو ګړی کښېنم.

او ووايه خپلي مېرمني ته:

موسکا دي ما ته ژوند را بخښي،

او پسي ور غبرګه ئې که:

ته د هوسايۍ او سوکالۍ سرچينه يې،

ښايي سبا نه يي!

نو بخښه وغواړه! بخښه له هغو ټولو، چي بدي دي ورسره کړې ده.

او وبخښه! هغه ټوله، چي ته  ئې ځوکلولی يې.

وخانده ! تر څو ګرده زېږنده د نړۍ وګوري چي، انسان هم د ژوند په قدر پوه دئ.

ښايي سبا نه يي!

 نو وهڅېږه، چي نن دي له لاسه و نه وځي.

ښايي، ښايي سبا نه يي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب