شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ارواپوهنې له نظره د طالب د ذهن تیاره فکتورونه

د ارواپوهنې له نظره د طالب د ذهن تیاره فکتورونه

محمدعیسي
د افراطیت او افراطي ذهن په هکله ډیرې څیړنې شوي دي. ډیراروا پوهان وايي ترهګر له رواني پلوه ناروغان نه دي بلکه افراطیت یو ذهنیت دی چې په یوې پروسې کې یو ډله کسان دې فکر او نتیجې ته رسیږي چې د یو مذهبي او ملي هدف لپاره د خلکو وژل او ترور عادلانه چاره ده. په فردي توګه ښايي ځینې کسان په ترهګرو کې له رواني ستونزو کړیږي خو په ډله ییزه توګه دغه کسان له رواني پلوه سالم او روغ ښودل شوي. که څه هم د ترهګرو د رواني حالت په هکله تر اوسه پورې څرګنده نتیجه نه ده ترلاسه شوې خو ډیر کسان حیرانه پاتې وي چې څرنګه یو انسان د انسان د وژلو، ربړولو، او شکنجې د عکسونو په لیدو خاص احساس نه لري.
په طالبانو کې اکثریت بیا د دغسې عکسونو له لیدو سره سره بیا هم خپل دغه اعمال توجیه کوي او هغه ته د جهاد په شان سپیڅلي نومونه ورکوي. زه ډاډه یم چې هیڅ طالب به د دغه عکس په لیدو خوابدی شوی نه وي برعکس ډیرو طالبانو به ورته دیني توجهیات لټولي وي خو زه له خپلو هیوادوالو چې طالبان او وحشیان نه دي یوه هیله لرم که دغسې عکسونه مو احساس ونه پاروي او خوابدی او غمجن مو نه کړي نو له رواني پلوه نارمل انسانان نه یاست. مهرباني وکړئ دغه لنډ مطلب ولولئ او دغه ټسټ ترسره کړئ ښايي لږ مرسته درسره وکړي او که خداي مه کړه یوه یا دوه ځانګړتیا ولرئ د علاج په فکر کې ېې شئ.
په لحاظ د خداي یو ماشوم په ځمکه پروت دی او طالبان ېې مخې ته د بریالیتوب عکسونه اخلي دا د وحشت انتها ده او دغسې کسان له رواني او روحي پلوه سالم انسانان نه دي.
ارواپوهان وايي دغه کسان د تیاره فکتور په نامه یو لړ کرکټرونه لري.
The dark factor یو ډول شخصیتي اختلال یا ګډوډي ده چې د ځینو کسانو د ذهن په تلخونو کې موجود وي.
ارواپوهانو دغه تیاره فکتورونه په نهو ډولونو ویشلي دي چې ټول دغه نهه فکتورنه درې اړخونه لري:
1- انسان حریص وي تر ټول زیات شی غواړي که هغه خوشالي وي، بریالیتوب، پیسې او فدرت.
2- دغه کسان خپلو دغو هدفونو ته د رسیدا لپاره د نورو کسانو له مادي، معنوي او ځاني سرچینو ګټه پورته کوي د مثال په توګه د غلا، غولولو، د نورو د ژوبلولو او وژلو له لارې…
3- دغه کسان خپل دغه اعمال په اسانه توجیه کوي. ورته مذهبي، انساني او حتي ملي توجیهات وړاندې کوي. د مثال په توګه طالبان خپل دغه اعمال د جهاد په نوم په اسانه توجیه کوي او په ډیر اسانه دا خبره کوي چې د دښمن په خوا کې که کوم ملکي کس وژل کیږي هیڅ پروا نه لري. دغه کسان فکر کوي چې تر نورو ېې ارزښت او احترام زیات دی او دوي دا حق لري چې هر کار کولی شي.
په دغې رواني ناروغۍ اخته کسان دغه نهه شخصیتي ځانګړتیاوې لري او هر څومره چې دغه ځانګړتیاوې په یو کس زیاتې وي هومره ېې شخصیت تیاره دی او په بله وینا بې رحمه او بې عاطفې دی چې خپل هدف ته د رسیدا لپاره هرډول توجیه پيدا کوي:
1. ایګویزم یا خودخواهي په دغو کسانو کې ډیره وي د نورو په لګښت یوازې د ځان د ګټو فکر کوي.
2. ماکیاوالیزم: هدف ته د رسیدا لپاره هره وسیله روا بولي او هدف ورته تر بل هرڅه سپیڅلی وي.
3. برتري او تر نورو ځان لوړ ګڼل: دغه کسان فکر کوي تر نورو محترم او مهم دي، د دوي تقوا ته بل هیڅوک هم نه شي رسیداي.
4. د ځان د لوړولو او ارتقا په فکر کې وي: تل هڅه کوي پر مخ لاړ شي او تر نورو یو ګام مخکې وي.
5. نارسیزم: پر ځان مینان وي، فکر کوي دوي غوره مخلوقات دي او تر دوي ښکلي، نوراني او مومن انسانان نه شته.
6. ناسم نیت لري: تل نورو ته د زیان رسولو هڅه کوي
7. سیکوپاټ: دغه کسان د خواخوږۍ حس نه لري.
8. سادیزم: دوي د نورو له ځورولو او کړولو خوند اخلي.
9. بې ضمیره او بې وجدانه وي.
زه ډاډه یم چې ټول طالبان دغه نهه ځانګړتیاوې لري خو په عامو خلکو کې ښايي په دغو ځانګړتیاوو کې یوه یا دوه ولري خو د دې لپاره چې ډاډه شئ تاسو په کوم پړاو کې یاست دغه لینک ته ورشئ او دغه ټسټ وکړئ که کومه یوه ځانګړتیا لرئ نو له همدا اوسه ېې د علاج په فکر کې شئ چې طالب درنه جوړ نه شي.

2 COMMENTS

  1. ددې خلکو لسم صفت دادی چې که په شرق یا غرب کې وي حتما په يوه نه یوه طریقه له پاکستاني پنجاب سره ارتباط لري.

  2. چاري مو ښي
    زما په اند نه يواځي تالبان روحي ناروغه دي بلکه دا ټول تش په نامه مجاهيدين او کمونستان کوم چه د داود خان له اوښتونه ورسته د جنګ قتل عام له خوا قدرت ورسيدل او يا اوس قدرت ته رسيدل غواړي.
    آ سي اي د تالبانو ماغزه په د مذهبي مدرسو کي له ماشومتوبه له انسانيته پاک مينځلي او ورسته يي ادسي قاتلان تري جوړ کړي چه بي له انسان وژني بل شي نه پيژني.
    دد جنګيالي تالبانو درمل به ورسته د دوی له ماتي ډير ربړين وي چي کيدای دوی خپل ځانونه په خپله مړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب