جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د جګړې دوام؛ یو سرتېری درې شپې او ورځې په...

کندهار کې د جګړې دوام؛ یو سرتېری درې شپې او ورځې په یوازې ځان له طالبانو سره جنګېدلی

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) د کندهار سیمه چارواکي وايي هغه افغان سرتېري چې په یوازې ځان یې درې شپې او ورځې له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه بیا هم دغې ډلې ته تسلیم نه شو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د احمدشاه په نوم ددغه سرتېري د سنګر نور ملګري هغه مهال وسله والو طالبانو ته تسلیم شول چې په دې حوزه یې برید وکړ.

د خبرپاڼې له مخې دغه سرتېري د نورو کومکي ځواکونو تر رسېدو پورې د اومې حوزې له مهماتو په یوازې ځان ساتنه وکړه او وسله والو ته تسلیم نه شو.

د کندهار امنیه قومندانۍ د دغه سرتېري وېډیو هم خپره کړې. احمدشاه وايي، د وسله والو ډلو په تبلیغاتو دې خلک نه غولېږي او په خبره یې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې او خلکو پوره ساتنه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، «احمدشاه ولد عبدالحکیم د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې سرتېري دي چي په همدې حوزه په قرارګاه کي د طالب وسله والو ترهګرو  له لوري په محاصره وو او نوموړي په یواځي ځان ورسره جنګېدي.»

د راپورونو له مخې اوس هم د کندهار ښار د اوومې او اتمې حوزو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د کندهار د امنیتي بورډ غړي حمیدزي لالي نن چهارشنبه/ د سرطان ۲۳مه/ رسنیو ته وویل چې په سیمه کې افغان ګډو ځواکونو ګڼې سیمي تر خپلي ولکې لاندي را وستي او د تصفيې عملیات يې دوام لري.

د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد په خبره چې له تېري شپې راهیسې د ماشومانو او ښځو په ګډون یاد روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه او ۴۱ تنه ټپیان ور وړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب