جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د جګړو له کبله لسګونه زره بې ځایه شوي خلک...

ملګري ملتونه: د جګړو له کبله لسګونه زره بې ځایه شوي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳ مه)  ملګري ملتونه وایي، روان کال د جګړو له کبله لسګونه زره خلک بې ځایه شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې روان کال د جګړو د شدت له امله لسګونه زره افغانان بېځایه شوي دي.

د سرچینې په خبره روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې په دې سره په دغه هېواد کې د بېځایه شوو کسانو شمېره ۳.۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی ده.

د کډوالو عالي کمیشنري د خلکو د بېځایه کېدو ستر لامل روانې جګړې بولې او په وینا یې څومره چې جګړې ډېرېږي دومره د بېځایه شوو کسانو شمېره لوړېږي چې ورسره جوخت د بشري ناورین خطر هم مخ په لوړېدو دی.

دغه نړیوالې ادارې پر مرستندویه موسساتو غږ کړی دی چې له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره همغږي ډېره کړي او اړمنو ته دې ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه بېځایه شوو وګړو ته تر اوسه ان د لومړنیو خوراکي توکو مرستې هم نه دي رسېدلې.

د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې تازه وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په کندهار کې یې د سپین بولدک دروازه لاس ته لویدلې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کندهار په سپسن بولدک بندر د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، وسله والو طالبانو بندر ته نژدې سیمه کې یو څه تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نېولې ده.

د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره یوه د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې د چارواکو په وینا د ورځې په سوداګریزو توکو بار شااوخوا ۹۰۰ لارۍ پرې تیریږي.

د دې ترڅنګ په دې وروستیو کې طالبانوپه هرات کې، اسلام کلا او تورغنډي، په کندز کې شېرخان او په فراه کې ابو ناصر بندرونه تر کنټرول لاندې راوستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی