جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو او ادب مینوالو پیغامونه...

د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو او ادب مینوالو پیغامونه (۳)

 د (د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو او ادب مینوالو پیغامونه) په نوم سلسله چې دا یې درېمه لیکنه ده، د ادب یوه مینوال او د تاند یوه همکار راټول کړي دي. البته باید ووایو چې دا یوازیني پیغامونه نه دي چې خپاره شوي دي.

درنښت،

تاند

– – – – – –

استاد محمد آصف صميم:

پښتو ادب له يوه ټولمنلي ، ژمن او ارمانيال قلموال نه بې برخې شو

انا لله وانا اليه راجعون

همدااوس د يوه داسې قلموال د ژوند او فکر د قلم د ماتېدو ويرمن خبر راباندې وشو.

آه!

د پښتو لوی ليکوال او د هنر او شخصيت يو رنګين امتزاج ښاغلي نصير احمد احمدي د لوی خدای د رحمت غېږې ته پناه يووړه.

د الهي پرېکړو پر حقانيت او قاطعيت د څه ويلو حق يوازې د هغه ذات حق دی ؛خو موږ مطيع مخلوق يوازې همدومره حق لرو چې د همدې ستر ذات ستر دربار ته د هغه چا لپاره د بخښنې لاسونه لپه کړو چې له قلمه يې بې له مينې ، بی د ارزښتونو له درناوي او د خپل ځپلي اولس له سوکالۍ پرته او بې له سولې نور څه نه څڅېدل .

پاکه ربه!

ته ؛خو د زړونو مالک او د احوالو شاهد او ناظر ذات يې ، ته ؛خو يې وينې چې ستا دا پر تا عاشق افغان ملت له نږدې څلورنيمو لسیزو راهیسې د ماښام ډوډۍ يوازې له اوښکو سره نه له وينو سره خوري .

خدايه!

د نصيراحمد احمدي په شان انسانانو لپاره ،چې پر مينه ،انسان ،انسانيت او سوله ورک لوغړن انسان و ؛خو د دومره څه د ويلو اجازه راولوروه چې:

خدايه ته چې دا ښایسته له دنيا بيايې

مګر هورې ستا د ښکليو څه کمی دی

لويه خدايه !

د ارواښاد نصيراحمد احمدي د بخښنې لپاره زموږ دا غوړېدلې ځولۍ له بهترينو لورنو او بخښنو ډکه کړه.

امين

يا رب العالمين

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست:

د غمرازۍ او تسلیت پیغام!

د پښتو ژبې د داستاني ادب لوی قلموال او لیکوال نصیر احمد احمدي د کرونا ناروغۍ له امله ومړ.

انا الله وانا الیه راجعون.

نصیر احمد احمدي د پښتو داستان لیکنې لپاره پر دې سربېره چې تاریخي،تخیلي او روزنیز ناولونه ورکړل، بلکې په زرګونو شاګردان یې د داستان لیکنې له نویو مهارتونو خبر کړل.

د مرحوم احمدي په داستان کې د کرکترونو لوبول، منظر کشي، حس امیزي، صحنه سازي او د داستان د همدې عناصرو پر مټ وړاندې کیدونکی فکر د ادب لپاره الهي لورېینه وه.

ده یوازې په داستان کې کار کاوه،  خو داسې کار چې ناولونه او لیکل شوې لنډې کیسې به یې د ډېرو داستان لیکوونکو لپاره روزنیز موډولونه وي.

موږ د نوموړي مړینه د افغانستان، په تېره پښتو ادب لپاره لویه ضایع بولو او له کورنۍ،  لیکوالو او خواخوږو سره یې په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼو.

پر ګور یې انوار.

په درنښت

رحیم الله خوږیاڼی

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس

ډاکټره شریفه شریف:

د خلکو د لیکوال مرګ

دکیسه لیکونکي لیکوال مړینه یوه کیسه، خو نیمګړې، نصیر احمد احمدي په ژوند کې د خلکو د ژوند او حال ‌‌‌‌‌‌ډیرې کیسې او ناولونه ولیکل. په خپل بې وخته او ناځوانه مړینې سره یې هم یو ناول ولیکو: د خلکو د لیکوال مرګ.  د احمدي په مړینه په زرهاوو لوستونکي یې  نه یواځې دردیږي بلکې فکرونه یې دده د کیسو او ناولونو د کرکترونو او خبرو په یاد پاریږي او خوځیږي.

‎د احمدي خدای بخښلي مینوال به یې یاد ژوندی وساتي او دده د مرګ ناول وروستی څپرکی دده د سپڅلو انسانی ارمانونو ارزښتونو په جوکاټ کې بشپړ کړي.

‎اروا دې ښاده نصیر احمد احمدي د خلکو لیکوال.

محمد اسماعیل یون:

پښتو ادب د خپل وخت د یو نابغه لیکوال ( نصیر احمد احمدي )له نعمته بې برخې شو ، لاره یې روښانه شه او پر مخه یې ګلونه .

صفیه وردګ:

زما لپاره ښایي هېڅ شی دومره نه وي تریخ لکه د دغه حقیقت منل: “تګ به تل وي، همدا ژوند دی”. تر ننه مې څه ونه شوای لیکلی، د هغه څه لیکل چې له سره یې نه منې، څه مانا؟ خو چې هر څه وکړې له رښتیا نه شې تښتېدای، ځای به بدل کړې، وبه ګرځې، وبه لولې، مګر له هغې زړې کسټې چې په مازغو کې دې د غم سندرې وایي چېرته تښتې؟ تر کله؟ له هغه سیوري چې په تیاره کې درپسې دی، له هغه کابوسه چې په ویښه یې وینې او بالاخره له هغه حقیقته چې ستا نه منل ورته هېڅ مهم نه دي!

له لیکلو ورهاخوا، د یوه مهربانه، روښانفکره دوست او خواخوږي له لاسه ورکول سخت دي.داسې دوست چې هېڅکله مې د جنسیت توپیر احساس نه کړ، سوال مې یې بې ځوابه پرېنښود او هېڅ وخت یې د کوچینتوب احساس رانه‌کړ!

د وروستي کتاب لوستل به راته اسانه نه وي، بیا خپله خبره او نظر نه شریکوم او لا سخت؛ د دې هر څه د دلیل منل: مرګ!

زر لمره به وخیږي او پرېوزي خو ستا د لوستونکیو او دوستانو په زړونو کې به دې د تګ داغ داسې تازه وي لکه په بدو اوښتی پرار چې جوړېده نه لري!

د وطن د جوړېدو او پښتون د ویښېدو په ارمان تللیه، اروا دې خوشاله!

نظر ګل اند:

لکه غر سړی راپرېوت! د ارواښاد احمدي د غم خبر وژړولم، له سترګو مې بې دریغه اوښکي راغلې. مرګی څه کوي؟ د زخمي هېواد د هېلو پسرلي راڅخه اخلي. د نصیراحمد احمدي درې کتابونه مي مطالعی کړي دي، تر ټولو جالب یې راته د (جو جو) ناول وو. د ارواښاد احمدي ساده او روان قلم، نوښتګر خیال، ژوندی متن او د الفاظو منظمه اوډنه یې کتابونو ته ځانګړې ښکلا وربخښلې ده. نصیراحمد احمدي دپښتو معاصر ادب ځلانده ستوری و. د ناول په برخه کي یې ډېر کتابونه په میراث پرېښودل. روح یې ښاد، پر ګور یې نور. زما دا څو بیتونه د ارواښاد احمدي روح ته ډالۍ!

د هنــرونـو سمنـــــدر د خیـال  دنیا نصیره

ولي دي پرېښودل پښتو داسي تنها نصیره

قلـم ژړېږي کتابـــونه ستا څېره لـــټوي

 د آسمان ستوری د کمال د زړه باچا نصیره

د ادب بڼ ته دي ډالۍ کـړلې زریني کـرښي

د ژوند تصویر دي په الفاظو کړئ صفا نصیره

 څومـره ګلان دي د پښتو پر پلـوه و شیندل

 پرې رنګینه شوله دا ټوله پښتونخوا نصیره

ستاد خوږې ژبې بیان مي په شپو، شپو اورېدئ هلـه!

را وږغیـــــږه بیـا وکـــــړه وینـا نصیره

د پښتونو سیـوری رواج په خپل لمن کي اخلي

مــودام به تا غـوښتل د خپل کلتور بقا نصیره

 نظرګل اند د کــوم اشنا پر مرګي وژاړمه؟

راڅخه اخلـي د زخمـي وجــود دوا نصیره

حفیظ همیم:

له مرګه دوه ورځې وروسته مې هم زړه ته نه لوېږي چې نصیر دې نور له موږ سره نه وي. باشعوره سړی و. د اخلاقي تقوا پرې ختمه وه. په پښتو داستاني ادب کې به یې تشه تل محسوسه وي. خوږ انسان او د ملګرتیا سړی و. کاشکي دومره زر نه وای تللی.

محب ترابي:

پري زاده! که زه دا وارې ویده شوم

هیڅ یو شور به مې را ویښ نه کړي له خوابه

     د پښتو معاصر هنري نثر مخکښ او بې جوړې ليکوال نصیر احمد احمدي هم دا نړۍ راپرېښوه. محال ده ، چې پښتانه به بیا داسې خوږ ژبی کیسه لیکوال مومي. تشه به یې پېړۍ ونیسي.د افغان انسان او افغاني ټولنې په بیدارولو کې یې خپله دنده په پوره اخلاص او صداقت تر سره کړه.

     ارواښاد احمدي صاحب ته د الله تعالی له درباره د جنتونو او علم دوستې کورنۍ او مینه والو ته یې جمیل صبر غواړم.

اروا یې ښاده!

پر ګور یې نور!

سید جیلاني جلان:‌

ډیر کالونه وړاندې مې په نوا راډیو کې دشپې لخوا په راډیويي ادبي مجله کې د ارواښاد نصیر احمد احمدي بوډا او د لیوانو پلونه او رڼا ناولونه لوستل . ډیرو اوریدونکو به خوښول یوه شپه احمدي صیب د شپې ۱۱ بجې راته زنګ ووهه وویل ځوانمرګه خپرونې دې تعقیبوم دا زما ناول په داسې خوږه غږ وايي چې ځان سره وایم د جلان مې غږ راشکولی وای ټوله ورځ مې اوریدلی ما ورته وویل احمدی صیب کمال ستاسو په هنر کې دی کنې زما غږ خو یو تش ظرف دی چې ستا د هنر خواږه پکې واچوم ښکلی شي . ویل یې نه ځوانمرګه دا درسره نه منم ویې خندل . بیا وروسته په ډیرو راډیویی او تلویزیوني خپرونې کې بار بار راسره میلمه شو ډیر بحثونه مې دده پنځونو او نوښتونو په اړه ورسره وکړل ډیرې خوږې خاطرې یې په ذهن کې لرم.زه به یې چې کله هم ولیدم د ځوانمرګ کلیمه به یې له مینې راته کاروله و ځوانه مرګه دا ته چیرې رانه بې درکه یې ؟ ماته به هم دغې کلیمې یو ډول خوند راکوه ځکه په ډير ناز به یې راته ویل خو پرون ګران احمدي صیب خپله ځوانمرګ شو او د پښتو ناول یتیم شو . رب ج دې وبخښه جنتي انسانه ! زړه مې نه منې چې ته دې نور له مونږ سره نه یې .

نصرت ارمان:

هېڅ باور مې نه شي، څه ولیکم؟ احمدي صیب او زه د یوې ادارې کارمندان وو، د کتابونو په شان یې شخصیت هم خوږ و، یو ورځ چې بانک ته معاش پسې تلو، نو موټر کې یې زه څنګ ته کېناستم، ویل شاعري دې بده نه ده خو ښه ده چې يا فقط نثر ته مخه کړې یا شعر ته، مثالونه یې راکړل چې صدیق پسرلی صاحب ښه ناولونه او کیسې هم لري خو فقط شاعر یادېږي، د کاروان صیب یاده یې هم وکړه چې کیسې یې لیکلي خو لیکوال نه یادېږي او ډېر کم داسې کېږي چې یو شخص پسې دې هم د لیکوال صفت ونښلي او هم د شاعر!

کله چې د کرونا له وجې زموږ کارونه له کوره شو، نو بیا سره ډېر نه مخ کېدو، یو ورځ یې میسنجر کې سلام راغی، ما ویل چې احمدي صیب ته څنګه وریاد شوم؟ میسج کې مې ترې پوښتنه وکړه چې خیر خو به وي، ویل له څه وخته مې نه یې لیدلی، ما ورسره ژمنه وکړه چې ژر به دې سلام او اخترام ته شعبې له درشم او مجلس به درسره وکړم، خو لا دغه مجلس شوی نه و چې د احمدي صیب د ناروغۍ خبر او بیا یې د وفات کېدو د غم خبر راغی، د هغه هر کتاب لوستونکو ته لوی پيغام لري او په ډاډ سره وایم چې پښتو ادب کې به د هغه نوم کله هم مړ نه شي، لوی رب دې یې هغه دنیا ښایسته او اسانه کړي، کورنۍ، ملګرو او پښتو ژبې ته صبر او تسلیت!

دا شکر چې په ژوند مې یې لاسونه ښکل کړي وو!

عصمت بهیر:‌

د ځینو انسانانو په مرګ د هغو ی د کورنۍ ترڅنګ قوم او ژبه هم نیمه خوا شي. نصیراحمد احمدي یې وروستۍ بېلګه وه.  پښتو ژبې له پېړیو وروسته په خپله غیږ کې د داستاني ادبیاتو یو داسې بې ساری او کمساری لیکوال موندلی و، چې تشه ډکول به یې په اوسنیو بحراني حالاتو کې لسیزې ونیسي. احمدي صاحب! اروا دې ښاده او ګور دې روښانه.

زلمی حلیمي:

پښتو ادب او په ځانګړې توګه داستانې برخې تاوان وکړ.

احمدي صاحب خورا عظیم انسان و، ما یې تقریبآ ټول چاپ شوي داستانونونه په خورا مینه لوستي دي.

له کلیوالو تصویرونو، ناوړه رواجونو، تربګنۍ، پاک لمنې میني، انسانیت او واضح پیغامونو مالامال دي.

د محصلۍ پر مهال مې هغه وخت چې ما په داستاني ادب کې د ګرکټر پر ژبه مونوګراف لیکی اړیګه مو

د ایمیل، وتسب، مسنجر او تلیفون له طریقه دوامداره وه.

زما سره د خپلو ښوونکو سره سره اروا ښاد احمدې او اجمل پسرلي نهایت ډېر لوی احسانونه کړي، خو له بده مرغه له نږدې مو ونه لیدل.

زه چې کابل ته راغلم یوه ورځ یې په مسج کې راته لیکلي و، ویل لندې کیسې لیکه خرابې دي وي خو پریږده یې مه ما بهانه ورته وکړه چې پریږدم یې نه راڅخه پاته شوې دي له نورو وجو. ویل لیکلو ته تر بل هرڅه وخت او ارزښت ورکړه.

احمدي صاحب د داستانې ژبې ښه ترجمان و.

قبر دې نور وي

پښتنه نثار: د پښتو ژبه قسمت څومره خوار ده، چې د سیال کولو سر پيدا شي، عمر یې ورلن‌‌‌‌‌‌ډ شي.د مرګ وقت یې نه ‌ؤ، د زړه پرې خفه شوم ستره ضایعه ده، ‌‌‌‌‌‌ډیر لیکوالان به پيدا شي ، خو د نصیر احمد احمدی ځای به د لپاره خالی وي.روح یې ښاد یاد یې تل پاتې .

امین الله امین:

د استاد نصیر احمد احمدی په مړینه خواشینی یم؛

استاد د هېواد یو له هغه شهکاره لیکوالانو څخه وه چې په ناول لیکنه کې ډېر مخکښ وه، د استاد هر ناول له ځان سره ډېر څه درلودل مړینه یې د هېواد د فرهنګیانو او لیکوالانو لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولم.

انالله وناالیه راجعون

مصطفی سمون:

نصیر احمد احمدي یوازې د لیکوالۍ په لوړ پوړ کې نه، بلکې دروند، مدبر، ارام مزاجه او د نیکو اخلاقو انسان و. د پښتني ټولنې په ټولو اړخونو اگاه لیکوال او ذوق مطابق اثار یې وپنځول، چې د ده په اثارو کې موږ د ټولنې مبتکر او راڼه انځورونه وینو.

ډېری انسانان دې نړۍ ته راځي او بې خیاله او فکره بېرته کوچیږي؛ خو ځینې بیا د ټولنې او ژوندانه تل ته ننوزي، انساني برخوردونه او ښېګڼې پلټي انسان ته د تعامل، فکر کولو او نیمګړتیاوو ته د متوجه کولو چل ور زده کوي. دا چاره په ډېرو انسانانو کې نه لیدل کېږي؛ خو ځینې بیا دومره په دې موضوعاتو کې ورک شي، چې هره شېبه د انسان د ویښولو په لار کې خپل فکري لیدلوری څرګندوي. موږ د داسې انسانانو په قدر او ښېګنو هغه وخت ښه پوهېږو، چې کله له قلمه لاس واخلي یا له موږه وکوچیږي؛ نو هله مو د انسانیت مزي په حرکت راشي.

متل دی، چې ( په ژوندیو کې مو ښه او په مړو کې مو بد نه شته)

موږ تل دا چاره ترسره کړې، چې متحرک انسانان کم او ساکن ډېر یادوو. د متحرکو انسانانو له جملې څخه یو هم احمدي صاحب و، چې د ټولنې په ژبه، کلتور، ذوق، ټولنیزو نزاکتونو او نیمګړتیاوو اگاه انسان و. د همدې اگاهۍ له مخې یې د پښتو ژبې لپاره داسې شهکار اثار پرېښودل، چې ټولنې ته د مثبت فکر کولو لیدلوری ورکوي. د پښتو ژبې لوستونکو ترې د ډېرو نورو اثارو تمه درلوده ؛خو د دې مدبر لیکوال د ژوند مهال لنډ و او پښتو داستاني نوښتگر سبک یتیم شو او د پښتني ټبر د داسې نوښتګر، روان او فکر کوونکي لیکوال له هنره بې برخې شو.

موږ به تر ډېره د ده د مبتکر خیال او فکر له تشې سره مخ یو.

خدای دې یې پر گور رڼا کړي.

قمر قایم: لیکوال نصیر احمد احمدی دي الله پاک وبخښې.

ډیرو کسانو لیکني ور باندي کړیدي، د خواخوږی مراتب یی ور ته لیکلي دي، د تسلیت پیغامونه یی تبادله کړیدي. یو زما هم پکښی وشمیری.

خو زه غواړم څو ټکو ته اشاره وکړم:

– که څه هم زما مسلک ادبیات ندي خو د خپل طبي مسلک ور ها خوا د اضافی مطالعی په لړ کي مي ډیر ناولونه په پښتو، فارسي، اردو او انګریزي هم لوستي دي. واقعأ هر ناول لیکونکی خپل خاص طرز او سبک لري او هدف یی هم توپیر لري. د احمدی صاحب د بغدادی پیر ناول ما ولوست او ډیره برخه مي نشر هم کړله، چي د ډیرو لوستونکو لخوا تشویق سوله. خو تاسو باور وکړی چي زه ډیر وخت وروسته متوجه سوم چي دا ناول دی. ما د یوې مستندي لیکني په فکر لوستی. هدف مي دا ؤ چي دومره طبیعي او د واقعیت سره په توافق کي لیکل سوی دی چي لوستونکی شخص کاملأ نه پریږدي چي د موضوع څخه بهر ووځي. زما مشوره دوستانو ته دا ده چي دا ناول حتمأ ولولی او څو څو ځله یی ولولی. دومره زموږ د ټولني عیني شرائط او حالت ښه او سم پکښی تشریح کوي چي ډیر ناولونه به یی تشریح نسي کړلاي.

البته په هیواد کي ځیني نور ښه لنډ داستان لیکونکي هم لرو چي که چیري د سیاسي ډګره راووځي او خپل د استعداد مطابق خپلو لنډو کیسو لیکلو ته دوام ور کړي نو ډیر به ګټور وي.

– د احمدی صاحب بل ناول د نیکه په نوم هم همداسي ښکلی او روان لیکل سویدی. او نور ناولونه یی هم…

د احمدی صاحب د لیکلي ناولونو په لوستلو او نشرولو به د احمدی صاحب د خدمتونو درناوی سوی وي او هم به یی د ذهنونو په روزلو کي ونډه ډیره سوی او روح به یی آرام سوی وي. راځی خپل د هیواد خواخوږي او پیاوړي لیکوالان او نور لاس په کار خلک په دی توګه تر ډیره په یادونو ، خاطرو او دعاګانو کي وساتو. وفات سوي دي الله ج په جنت کي داخل کړي او ژوندیو ته د نور ښه خدمت کولو توفیق غواړو.

یحیی بدري:

د ښاغلي نصیر احمد احمدي په یاد!

هغه ګوتې چې تل به یې خوږې قصې او ښکلي ناولونه لیکل نورې له خاورو لاندې دي، او د پښتو ادب دا ځلانده لمر ډېر زر ولوېد. په کور کې یې چوپتیا ده او د احمدي صاحب غږ نور نه اورېدل کیږي.

پدې ویاړم چې څه باندې لس کاله مې د احمدي صاحب سره تر څنګ ژوند کړی، پدې موده کې مو له ده خدای بښلي څخه ډېر څه زده کړل.

کوم کتاب به یې چې نوی چاپ شو، ده به د خپلې کوچنۍ او نازولې لورکۍ (آروز بي بي) په لاس را واستاوه، د هغه سربېره یې ډېر نور کتابونه هم راسره دي چې د مطالعې لپاره یې راکړي وو، کتابونه او یادونه یې پاتې شول خو دی نور نشته.

احمدي صاحب ډېرې هیلې درلودې پر اولادونو لوړې زده کړې، د پښتو ادب لپاره خدمت او د ډېرو کتابونو لیکل، او د یوې لویې کتابخانې جوړول یې یادولی شم، مګر له خپلو ټولو هیلو سره یوځای ناځوانه مرګ ډېر زر له موږ څخه واخیست. الله پاک د یې جنتي کړي او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړم.

یاد به یې تل زموږ په زړونو کې وي

انالله و انا الیه راجعون.

محمدالله عبرت :

سهار په کار اخته وم میده میده ټکان شروع سوه خو د کاري ماشینانو په ږغ کي یې ږغ نه اورېدل کیدﺉ جنګ زور واخستی ټکان زورور سوه لږ وخت وروسته جنګي الوتکي راغلې موږ کار بند د سړو مرمیو له بیري کوټې ته ننوتلو د کوټې څخه مو د ولسوالۍ سړک څاره چپه چپایي وه جنګ لا زور واخستﺉ د الوتکي بمبار مي وجدان ارام ته نه پریښاوه زړه مي ډک ډک کیدﺉ له کوټې راووتم په سلګونو ښځي ماشومان او نارینه پر تاوده ډامبر څوک لڅي پښې څوک لڅ سرونه راروان وه سترګي مي د اوښکي ډکي سوې خپل بایسکل مي راروان کړ او کور ته راغلم په وخت کي مي د ورور زنګ راغلی څو ځلي مي ټلیفون وکې کړ خو خبري مو نه سره اورېدې غرمه سوه ډوډۍ مو وخوړل زه بلي کوټې ته ولاړم د یو ملګري پرکتاب مي کار کوﺉ چي د نابلده ماشوم چغي مي تر غوږ سوې ددې سره د سپي غپا هم شدت پیدا کړ په ځغاسته له کوټې راووتم د سرای په دروازه کي دوه ماشومان او یوه ځوانه ښځه ولاړ وه ښځي پر مخ پلو را کش کړ زه شاته سوم مور مي ورته راووتل د ښځي دا ږغ مي څو ځله واوریدﺉ دلته مي د خسر کور دﺉ دلته مي د خسر کور دﺉ مور مي ورته وویل ته راځه خوني ته کور به ماپښین پیدا سي که خیر وو! ما په خونه کي فیسبوک راخلاص کړ هیڅ مي زړه ته نه لوېدل چي داسي دي سوي وي ځکه فیسبوک ویل چي نور نو استاد احمدي صاحب هم مخه ښه راسره وکړه! نور مي نو زړه تر واک ووتﺉ ښه ډیر مي وژړل فکر مي د څو نورو ناولونو تر څنګ د نیکه ناول مکمل تر نظر تیر کړ

رب ج دي موږ ته امن او تاته جنت درکړي محترم احمدي صاحب

افتخار جانان:

سره د اننګو دې لا ځلا کوي، ته چرته ځې؟

تا پسې دې ټول یاران ژړا کوي، ته چرته ځې؟

بیا يې څو (سور ږېرو) ته واک ورکه د دنيا او دین

جهل د پښتون د سر سودا کوي، ته چرته ځې؟

موږ خو لږ راپورته که، د خپل ځان پېژندنې ته

څوک به مو د بد فرهنګ دوا کوي، ته چرته ځې؟

څو خبرې داسې دي، چې هېڅ مو زړه ته نه لوېږي

ستا په مرګ مو زړونه اوس درزا کوي، ته چرته ځې؟

دومره ژر محفل پرېښودل نه دی، د رندانو کار

دا در سره خپل تقدير جفا کوي، ته چرته ځې؟

يه د ژوند په رمز پوهه ساقي بيرته را وګرځه

ستا فکر د لمر په شان رڼا کوي، ته چرته ځې؟

حنیف حیران:

ولې نه چوې له دې غمه زما دله. . .

قسم دی که مې زړه مني چې احمدي صاحب نور له دې زاره چاودې نړۍ وکوچېد.

ما سره یې پغمان ته د تګ ژمنه کړې ده. ما ته یې اخري دوه ناولونه تیار ډالۍ کړي ایښي دي، وېل یې د یو همکار په لاس یې درلېږم.

ما ته یې له پښتنو ډک زړه نیم نه و خالي کړی.

ما ته یې د بغدادي پیر کیسې کولې چې د پیرانو ډله پسې ورغله وه چې دا نوم له کتابه لرې کړه، زموږ د سیدانو سپکاوی دی.

ما ته یې د نوي ناول خاکه ویله.

ما ته یې د جوجو د نوي ورژین موجود کیسه کوله.

زما او د احمدي صاحب د ډیرو شپو کیسې پاتې دي.

احمدي!!! تا زما مینې ته د (مینې) کیسه لیکلې وه، وېل دې چې پر مینه دې زه هم میین کړم.

احمدي!! تا له ځان سره نه، له موږ او خپلې خوارې ژبې سره زیاتی وکړ. موږ ته دا بخیله زمانه قسم په خدای که بل احمدي راکړي.

احمدي!!! ځه ځه ښه دې وکړل، په دې خلکو ولاکه ستا هیڅ قدر و، چا په ژوند ونازولې؟ چا دې نمانغونډه جوړه کړه؟ چا د زرو نه، بلکې د ګیلټو مډال درکړ؟

احمدي!!!!! اوس چې لاړې، اوس به د پښتو ناول او کیسې شهنشاه یادېږې.

احمدي!!! موږ د بخښلو نه یو

احمدي!! زه د هر مړي شمېره ډیلیټ کوم او فېسبوک کې یې انفرېنډ کوم، تا سره به څه کوم؟

احمدي.

محمد انور انډر:

د ترافيک غوسه او د لاس اشاره

مازدیګر مهال په موټر کې ناست وو، له دفتره د کورنو خواته روان وو. د کارته پروان د مولوي عبد المتين مسجد په څلور لارې کې ترافيک موټرونو ته د ودرېدو اشاره وکړه، زموږ موټروان هغه د درې ژبو په اصطلاح پېش پزکي وکړه، موټر يې ورمخې ته کړ، ترافيک مخامخ ورته ودرېد، په غوسه شو.

موټروان ورسره په خبرو شو، خو ترافيک موټروان ته نور هم په غوسه شو، ځکه چې هم يې بې قانوني وکړه او هم دليل وايي.

 احمدي صيب چې تر موټروان په شاته سيټ کې ناست و، ترافيک ته يې لاس پورته کړ، ترافيک ورته راوکتل، احمدي صیب خپل سر ته په ګوته څو اشارې وکړې، ترافيک موسک شو، موټروان ته يې اشاره وکړه چې تېر شي.

کله چې موټر تېر شو، موټروان او ټول حيران شول چې د ترافيک دومره جديت او قهر څنګه په خندا بدل شول او موټر ته يې د تېرېدو اجازه هم ورکړه! وروسته مو يوه بل همکار له احمدي صيب څخه وپوښتل چې پر ترافيک دې څه وکړل چې داسې خندان او سم شو؟

احمدي صیب ورته وويل، اوس خو موټروان ورګرم شوی و، نو فقط د لاس په اشاره مې دومره ورته وویل، چې خير دی، د موټروان اعصاب کار نه کوي، عصبي مشکل لري، بس ترافيک وخندل، غوسه يې وخوړه.

د دې خبرو په اورېدو مو دومره خندلي دي چې څه ووايم، وروسته به چې هر وخت له هغې چهاراهي تېرېدلو، ترافيک به مو موټر ته وکتل موسکی به شو.

احسان الحق کبیر:

د پښتو ژبې د هنري نثر تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي خپله لاره له ژوندیو بېله کړه.

احمدي صاحب زموږ د ټولنې رښتونی لیکوال و، د هغه ژبه، کيسه، د کیسو وګړي ټول زموږ د ټولنې خلک وو، کلیوال مو وو. مدت بویه چې پښتو بیا هسې لیکوال پیدا کړي مړینه یې د پښتو ژبې او ادب لپاره لوی زیان دی.

خدای دې وبښي، پر ګور یې نور، کورنۍ دوستانو او د پښتو ادب ټولو لارویانو ته دې د زړه صبر وي.

خالد یاسین:

خدای پاماني

د خدای بخښلي استاد نصیر احمد احمدي سره مې د هغه پهٔ کتاب رنګه غوږونه (جُوجُو۲) خبرې کولې، ورته مې ویل چې استاده دا لړۍ باید وغځېږي ، پهٔ دې هیله چې (جُوجُو) بل ځل بیا د (تواب) څنګ ته لهٔ نوو درسونو/ خبرو سره راشي. استاد پهٔ خندا وویل:

«هههه که ژوند ؤ، وبه یې لیکو، خو دا (جُوجُو) ډېر نهٔ شي، بیا به خلکو ته خوند نهٔ ورکوي.»

ما وویل:

«استاده! دا ځلې جُوجُو هم ګرم نهٔ ؤ، تواب ډېر ناهیلی کړ.»

استاد وویل:

«تواب پښتون ؤ؛ پښتون نو کله بدلېږي؟

که بدلېدای اوس به دومره پهٔ بد حال نهٔ ؤ»

استاده!

تهٔ پهٔ حقه وې، پښتون نهٔ بدلېږي، هېڅکله هم نه!

تا د خپلو لفظونو ستونې د پښتون پهٔ بدلېدو، وطن دوستۍ، مینې او آمن نارو وشلولې، خو څهٔ مانا؟

نن دې د مرګ دویمه ورځ ده، او تهٔ خبر یې چې مینوالو او خپلوانو دې څهٔ حال را اخیستی!؟

زهٔ وایم، نن که ستا اروا دا حال لیدلی وي، حتماً به یې هغه د خوشال خټک غوندې ناره لهٔ خولې ایستې وي چې:

زهٔ یې چا لره وهم قدر یې چا زده؟

پهٔ اور وسوځه، دا تورې، قلمونه

استاده!

ته تللی ښهٔ یې، مونږ دې پهٔ قدر نهٔ مخکې پوهېدو، نهٔ اوس پوهېږو. ورځه ګوندې هورې پهٔ تورو خاورو کې لږ سکون ومومې، ورځه د جُوجُو غوندې مرور لاړ شه، بیا مه را ګرځه!!!!!!!!!!

ډاکټر منقادالرحمن رودوال:

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک ؟؟

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

آه ګاونډیه! مونږ به تل ویل چې مقری صاحب مو ښه ګاونډی دی. نور به یې نه وایو ددې لپاره چې ته نه شې رایاد.

آه ګاونډیه!

هر څوک دې رانه پوښتنه کوي. خلک ډير ناځوانه دي شل ځل مې ورته وویل چې مه یې رایادوۍ. خو باور وکړه مقری صاحب دا خلک همدومره بې رحمه دي. که ژوند و سږ به بیا ژمی شي مونږ به بیا وچې شوتلې پخې کړو خو ته خدای ته وګوره خپله سپیڅې ارواه د هنرونو او حماسو خالق ته ودروه چې تا رایاد نه کړي.

نور محمد دین سلماني ته نه ورځم هغه ستا ډیرې کیسې رایادوي او ما ځوروي. زه غواړم تا هیر کړم. نور د خپل کور بام ته نه خیژم چې ستا کور ونه ګورم او زړه مې دی له دریم سړک نه کډه وکړم چې ته نه شې رایاد. ستا د راکړو سندرو فلش چیرته لرې غورځوم او نور له ملګرو سره د موسیقي بنډار نه کوم.

ای خلکو! ګورۍ زه ډیر لیونی سړی یم په ما پام کوۍ چې د لارې د سر هوټلونه په تیږو ونه ولم چې نوره دې موسیقي نه غږوي او نور ملي تلویزیون نه ګورم چې بیا مې په غوږونو کې دا د ازادۍ خاوره ازانګه ونه شي.؟

ازادي؟ ازادي!

اوه اوه اوه….. دا خو هم هغه کلمه ده چې ستا د خوږې سندرې ازانګې ورسره زمزمه کیږي زه خو په دې کلمې مین یم. اوس به څه کیږي خدایه!؟

دا کلمه خو ماته ستاسو سره ټولې کړې هغه کیسې یادوي چې تاسو راسره زمونږ جومات ته په مخامخ چوتره کولې.

رښتیا جومات؟

دا خو هغه جومات دی چې تاسو به یې په روژه کې هر ماښام مخ ته لنګر شروع کړ او خوارانو او فقیرانو نسونه مو مړول. مقری صاحب خلک دروغ واي تاسو نه یې مړ شوي ستاسو تصویرونه خو زمونږ په چم مالت کې ژوندي ګرځي راګرځي او که نه ستاسو ارواه مونږ په ارام نه پریږي؟ د ګاونډیتوب حق غواړي؟

ښاغلي عبدالهادي مجروح! وروره که زما لیکنه لولې نور له کویټې نه له مانه د مقري صاحب پوښتنه مه کوه. نور ورته زه ستاسو سلام نه شوم ویلی هغه یې نه اوري او په ابدي خوب ویده شوی دی. داسې چې ویښه راواه یې ګرځي او د ازادۍ سندرې وايي. تاسو لطفا هماغه واورۍ مونږ نور د مقري صاحب ګاونډیان نه یو ځکه هغه مونږ پریښودو او له ماسره د بنډار وعده یې پوره نه کړه!

بس یارانو زمونږ ستاسو ژمنه شوه نور مقری صاحب نه یادوو بیا مو زړونه خپه کیږي.

راځۍ یو څو ټوکې رایادې کړو چې ډاکټر صاحب نبي مصداق له پښتو انګریزي ته ترجمه کړي. شاید دردوونه مو هیر کړي د مطبوعاتو تالار کې اطلاعاتو او کلتور وزارت کې پرې غونده وشوه ما پرې لیکل کړي خو مصداق صاحب ته به دومره ووایو چې ښاغلی مصداق صاحب ستاسو د ټوکو په کتاب لیکلی باب مې نیمګړی پاتې شو بیا پرې سره ونه غږیدو؟ تاسو هم کډه کړې. ما درته ویلي وو. ما هم هم ډيرې پښتو ټوکې په انګریزي لیکلي تاسو راته ويلي وو چې زه یې درته ګورم خو ومو نه کتلې. تاسو هم د مقري صاحب په څیر خپله وعده نیمګړې پریښوده خو خو زما ټوکې ستاسو په څیر ښکلې نه دي. رښتیا تاسو خپله هم ډير ښکلي یاست .الله ج څومره ښکلې بشره درکړې. خاورې دې خدای ونه بښي چې ستاسو دا ښکلې بشره خاورې کړي.

رښتیا د دردرونو هیرولو لپاره ناول ښه ادبي ژانر دی. سړی یوې بلې دنیا ته یوسي هلته د هر چا خپله خپله کیسه وي. ناول تر سندرو او ټوکو ډیر خوندور دی. سندره او ټوکه دي څو شیبې له درده لرې ساتي خو ناول دې شپې ورځي یوې بلې رنګینې نړۍ ته بیايي تا ته ستا د فکر او روح په قوت ښه سیاحت درکوي. د ناول سره سفر ډیر خوندور سفر دی او تاسو پوهیږۍ دا کمال په هر چا کې نه وي. هر څوک دا ډول کیسې نه شي کولی دا ډیرې نا ویاته کیسي دي هر څوک د بغدادي پیر اصله څيره نه پیژني او هر چا ته دا کیسه په خپل اصلي شکل نه ورځي خو داسې ویل کیږي چې د ناولونو د خوندور سفر سړی هم دا ځل په ډیر اوږد سفر تللی او د تل لپاره تللی مونږ ته یې خپلې نایابه کیسې پریښي او نورې نورې کیسې یې الله ج په مونږ نه دي لورولي. شاید مونږ به د بغدادي پیر د کیسو حق درست نه وي ادا کړی ځکه بغدادي پیر د کیسو څښتن یوه ډيره له برکته ډکه منوره او درنه او سنګینه سټه لرله چې شاید زمونږ به ورته پام و یا نه خو که یو کیسه خوان سړی پرې خبرې وکړي تر ناولونو هم خوندورې دي خو ایا دا نیمګړی ژوند به ددې فرصت هم چاته ورکړي او که نه؟دروغ ده چې وايي ژوند د سترګو د رپ په څیر تیریږي. دروغ ده د سترګو رپ خو لږ تر لږه یوه شیبه اخلي ژوند تر شیبو هم نیمګړی دی ناولونه خو لاپریږده لکه د ناولونو د کیسو د څښتن په څیر چې لکه د نور د پړک په څیر چې بیا ګورې نو نه ښکاري.

وايي چې ژوند یو خوب دی خو په دې خوب کې دير نور خوبونه راځي چې انسان یې د ابدي خوب په سفر له ځانه سره نیګړي وړي.

ژوند ځکه نیمکړی دی چې د نیمکړو خوبونو څښتن یې هم له خپلو نیمکړو خوبونو سره وړی دی . رښتیا ویام باوري صاحب د نارنج ماڼۍ د ترمیم لپاره نیمګړی خوب ناویلی له ځان سره یووړ. خدازده که بیا څوک داسې ښکلي نارنجي خوب ووینې. نور چې مونږ د قرغې بند ته ځو نو د باوري صاحب نیمکړی کیسې به مو لکه نیمګړی خوب سترګو سترګو ته کیږي.

هیڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي

ژړوي مې هغه تللي تليي خلک

نواز شریف نیازی:

دغه عظیم انسان د لويې ادبي پانګې خاوند ښاغلی نصیر احمد احمدي نور زموږ سره نشته او د تل لپاره یې له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې.

واقعاً چې ډیر ښایسته او په روانه او خوږه ژبه یې  ناولونه او د لنډې کیسو ټولګې لیکلې دي. د بغدادي پیر کتاب مې درې ځلې لوستلی او همداشان ازغن تار، د واورې سړی… د مرګ د خبر په اوریدو مې د خولې څخه ناڅاپه چغه ووتله په مرګ به یې هرڅوک خفه وي د پښتو ژبې لپاره یو لویه ضایع وه چې دغه تشه زموږ په ټولنه کې څوک ډکوي لسیزې کیدای شي پیړۍ ونیسي…

 په قبر یې نور شه

هغه دنیا یې ښایسته کړې

دوستانو او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړو

اخ کاش یو ځل مې د نیږدې څخه لیدلی وای…

مسیح نجیب:

ورور مې سمیع الله “نجیب” له څو ورځو راهیسې د (ښاغلي نصیر احمد “احمدي”) لیکلی ناول (بغدادي پیر) لوست. نن چې یې د وروستیو صفحو په لوستلو بوخت و، ومې غوښتل احساسات یې معلوم کړم چې د غازي امان الله خان له وطنه په شړلو یې عکس العمل څه دی؟ دی خفه ښکارېده، نو د هغه په ناپامۍ کې مې یې انځور واخیست.

شېبه وړاندې خبر شوم چې د همدغه اثر لیکلوال د ژوند پور پرې کړ.

پرې زښت ودردېدم. خدای ج دې ورته جنتونه ورکړي.

احمدي صیب ولاړ خو د هغه له اثارو به د ځوان نسل فکرونه همېشه خړوبېږي او د وطندوستۍ روحیه به یې پیاوړې کېږي.

اروا یې ښاده

پر ګور یې نور

عبدالوهاب مومند:

پښتو ناول یتیم شو!

د پښتو ژبې تکړه او بې ساری داستان نګار نصیر احمد احمدي ومړ. اروا یې ښاده، یاد یې د ابدیت پر داستانونو غوړېدلی ښکاري.

احمدي صیب! زما د خوښې لیکوال و، د ناول هر داستان یې د اوسني ټولنې واقعي منظر کشي کوله او د کیسې هر برخلیک کې یې د ټولنې سمون پروت وو. ما یې ډېر ناولونه لوستي خو کله ـ کله ما ته دا نا ممکن برېښېده چې یو لیکوال دې بېلابېل موضوعات په بېلابېلو کرکټرونو کې داسې را واخلي چې یو داستان له بل داستانه بلکل جلا کوي او د کلیوالي خبرو اترو ـ اصطلاح ګانو اغېز ژور پکې محسوس کېږي، چې دا ځانګړنه د یوې ټولنې هر کهول د احمدي صیب اثارو خوا ته را جذبوي. زه یې د حقیقي داستان لیکلو جادوګر بولم او اپرین دې په همداسې لیکوال شي چې یوه موضوع په ټولنه کې شتون ولري او د وطن او وګړو یې ضرر هم پکې نغښتې وي اما لیکوال همدا متضرره سوژه د یوې اغېزمند کرکټر په دایره کې داسې لوبوي چې لوستونکي ترې متاثره شي او بلاخره همدا متضرره موضوع په ښه توګه درک کړي. د احمدي صیب هر داستان لوستلو سره زه یې د یو څه لیکلو او ویلو ته اړ کړی یم. د استاد غضنفر صیب خبره ښه لیکوال هغه دی چې یو لوستونکی د څه لیکلو لپاره وهڅوي. اوس هېڅ باور نه کوم چې د پښتو ژبې جادوګر داستان لیکونکی (نصیر احمد احمدي) زموږ ترمنځ نشته، دده په نشتون ناول زه یتیم بولم او تشه به یې هر کله پښتو ادب محسوسوي. زه یې د مرګ په خبر ډېر ودرېدم، لکه د کورنۍ غړی مې چې له لاسه ورکړی وي.

احمدي صیب! زه ژمنه درسره کوم، چې تل به ستا یاد ژوندی ساتم، ستا اثار به په بیا ـ بیا ځلي لولم او راتلونکي ته به ستا د داستانونو شهکار کیسې کوم.

یادوونه: د احمدي صیب ځینې اثار په کامېنټ کې پرېږدم، تاسو یې د نورو اثارو نومونه ولیکئ!

درنښت

نورګل تګابي:

د ۲۵چاپ شوو کتابونو لیکوال دلته ویده شو.

هغه د ډېرو خبرو،لفظونو ،نثرونو او کتابونو نصیر به نور دې تل لپاره ددې خاموشه خاورو په سینه ویده وي.

نصیر احمد احمدي په اوسني عصر کې د پښتو ژبې مشهور او کامیاب ناول لیکونکی بلل کیده،خو ددې کامیاب ناول لیکوونکي جنازه څه په خاموشۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي غزني کې ادا او همالته خاورو ته وسپارل شو،د هغه یو مشهور ناول «بغدادي پیر» یې شپږ ځلې چاپ شوی او د دې ترڅنګ یې شاوخوا ۲۵ کتابونه لیکلي وو.

بغدادي پیر، د غڼې ځاله، ټال، پټان، نیکه، زرو، جوجو، اغزن سیم، یوه خبره درته وکم؟ راځئ کیسه ولیکو، رڼا، خونکار، اخ وطنه، بودا، د لېوانو پلونه او رنګه خوږونه د ارواښاد نصیر احمد احمدي لخوا په پښتو ژبه د لیکل شويو اثارو له ډلې څخه دي.

په ګور یې تلپاتې ډېوې بلې جنتونه یې ځای شه.

هیلۍ اسد:

نصیر احمد احمدي صیب په پښتو ادب کې د ناول او کیسې لیکنې یوه خاصه ژبه، تصویر او طرز له ځان سره لري، چې په پښتو ژبه کې د ناول نایابه او بې جوړې هستي حسابیږي.

ما یې نږدې ټول ناولونه لوستي او تر اوسه مې په کمو افغان لیکوالانو کې دومره د وطندوستۍ او ریښتینولۍ نښې لیدلې دي.

د درانه شخصیت په اړه یې ممکن له ما ښه وپوهېږئ.

د نصیر احمد احمدي صیب د مړینې بد خبر.

اف

د مرګ خبر یې واقعاً ټکان ورکوونکی دی.

روح دې ښاد

یاد دې تلپاتی

جاوید غورځنګ:

خدایه!! ته چې ښایسته له دنیا بیایې

مګر هلته ستا د حورو څه کمی دی.

تکړه او مخکښ لیکوال نصیر احمد احمدي په مړینه سخت خپه شوم.

ارواښاد احمدي صاحب!  د ښکلو هنري، ادبي او زړه راښکوونکو ناولونو او کېسو په برکت زمونږ په زړونو کې ځانګړی ځای او مینه درلوده.

خدای بښلي احمدي صاحب ته د پاک دربار څخه جنت الفردوس غوښتوونکی یم،  کورنۍ، دوستانو او مونږ ټولو مینه والو ته دې خدای ج د زړه صبر جمیل راکړي.

ستا کړی خدمت به موږ تر ابده هېر نکړو.

په مخه دې ښه.

امان الله عابد:

د  مرحوم نصیر احمد احمدي ابدي جونګړه

 یو خروار خاورو لاندې د یوې عظیمې ژبې کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي ارمانجن پروت دی.

پښتو او پښتانه هېڅ ښه بخت نه لري ــ  چا ، چې ورته کار پیل کړی ـ سر یې خوړلی او یا ورته دسیسه جوړه شوې.

د احمدي صیب مړینې داسې ودردولم،  لکه اېمل خان ـ دریان خان او خوشحال خان بابا، چې په یوه ورځ مړه شوې وي.

که څه هم اوسني پېر کې واقعي شاعران لږ دي،  خو د شعر په نوم تولید بېخي زیات دی.

زموږ منثور ادب له لرغونې دورې تر ننه پورې بېوزله پاتې شوی ـ د حساب وړ کار ورته نه دی شوی.

معاصرې دورې کې پینځو ادبي ستورو خپله برخه کار وکړ ، چې د الفت صیب او عبدالروف بېنوا نثرونه بېخي عالي دي.

اوس ـ اوس احمدي صیب کیسه ییز ادب ډېر ښه روان کړی و ـ کاش مرګي پريښی وای!!!

د ناولونو هره کرښه یې ، چې لولم له سترګو مې بې واره اوښکې روانې شي.

ټول پینځه لیکوالان نه لرو ـ داسې ژر تلل یې د ادب ملا ور ماتوي.

د احمدي صیب تر ټولو لوی ارمان د پښتنو یووالی او لوستي کېدل وو.

خدای ج دې ورته ارمانونه پوره کړي او د فردوس سربېره اووه واړه جنتونه یې په نصیب شه!

درنښت،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب