شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمراد علي مراد دایکندي ته تر رسېدو مخکې بېرته کابل ته راغوښتل...

مراد علي مراد دایکندي ته تر رسېدو مخکې بېرته کابل ته راغوښتل شوی

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳ مه)  مراد علي مراد د دایکندي د والي په توګه یاد ولایت ته روان و خو د دندې له پیل مخکې بېرته کابل ته راغوښتل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی نن د یاد ولایت د والي په توګه دنده پیل کړي.

ویل کېږي چې محمد محقق یې له معرفي کېدو سره مخالفت کړی دی او د نوموړي د سپرلۍ الوتکه بېرته د دایکندي له اسمانه کابل ته راستنه شوې ده.

یوې سرچینه وایي، محمد محقق ولسمشر غني ته ټلفون کړی او ویلي یې دي چې د دوه اړخیز تړون له مخې، د دایکندي والي باید د ده په خوښه وټاکل شي خو د مراد علي مراد په ټاکنه کې ورسره مشوره نه ده شوې نو دی یې هم نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې وړاندې هم د والیانو په ټاکلو کې له داسې مخالفتونو سره مخ شوی دی.

تر دې وړاندې داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه وټاکل شو؛ خو د دوستم د مخالفت له امله یې څو ورځې په لوا کې تېرې کړې، بېرته کابل ته راوغوښتل شو چې وروسته بیا د والي په حیث غزني ته لاړ.

که څه هم هېواد کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې اوج ته رسیدلي، عام خلک په دې حساسو شرایطو کې د سیاسیونو دا ډول مخالفتونه ښه نه بولي.

دوی وایي، اوس د دې وخت نه دی چې مشران او چارواکي دې د والیانو په سر له حکومت سره ښکر په ښکر شي؛ بلکې د امن او ثبات لپاره دې په یوله خوله کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب