Homeخبرونهملګرو ملتونو د لوی اختر په مناسبت افغانستان کې د اوربند غوښتنه...

ملګرو ملتونو د لوی اختر په مناسبت افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما د راتلونکي لوی اختر په مناسبت په دغه هیواد کې د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما نن چهارشنبه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي تر څو دا کار له دوامداره او معنا لرونکو خبرو اترو سره مرسته وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو تر ټولو غوره لار د سولې خبرو ته بیا راګرځېدل دي او هغوی چې د افغانستان او افغانانو ښې راتلونکې ته لېواله دي باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د وسله والو پوځ ویاند جنرال عمر شینواري نن چهارشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې افغان حکومت هر وخت د اوربند غوښتونکی دی.

د ښاغلي عمر په خبره د اوربند ټینګېدو په هکله هغه شرایط چې د  حکومت مشران یې لري، لېواله دي او په خبره یې چې دا د افغانانو غوښتنه ده.

ملګرو ملتونه په خپل ننني بیان کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او پر هغو خلکو د تاوتریخوالي د ادعاوو په هکله چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن شوي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونو د جګړې ښکېلې خواوې مکلفې بللي چې د افغانانو عزت او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د لوی اختر په مناسبت د اوربند غوښتنه کوي چې په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه هره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړو له امله د سختې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

همدارنګه په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...