سید اصغر هاشمي
د هڅاند ژورنالیست ملکزي(کونړ، غرونه او غورځنګونه) کتاب د کونړ پېژندنې هڅه ده. د کونړ ولایت لنډه پېژندنه، د ولسوالیو پېژندنه او د دې ولایت د ځینو پوهانو، لیکوال او مشهورو کسانو لنډه پېژندنه پکې راوړل شوې ده. دغه هڅه د ستایلو وړ ده خو د دې خبرې واضح کول پکار دي چې هغه کوم لاملونه دي چې دی یې دې کار ته هڅولی دی؟
فکر کوم یوه لامل یې له کونړ سره مینه، عشق او محبت دی چې د لیکوال په داخلي نړۍ کې جریان لري. له هېواد سره مینه ډېره پخوانۍ سابقه لري او د نړۍ لویو پوهانو د خپل هېواد ارمان کړی دی او تېر ته ګرځیدلي دي. ماضي زموږ په دننني رغښت کې داسې پروت دی، لکه په اوبو کې چې مالګه رسوب کړي وي، لکه څنګه چې په اوبو کې د لاس وهلو په وسیله مالږه د اوبو سرته راځي، کله کله د ځینو بهرنیو عکسل العملونو او د حسونو د بېلابېلو اغېزو په وسیله تېر ته ځو او دغه کړنې د دې لامل کېږي چې لیکوال د خپل تېر د تغذیه کولو او ځان ته یو ډول ډاډ ورکولو لپاره داسې کړنې سرته رسوي چې ځان ته ارامښت ورکړي او په حال کې ماضي خړوب کړي.
له هېواد سره مینه د هر انسان په داخلي نړۍ کې شته او ځینې پوهان په دې نظر دي چې د ټولنې په داخلي کې ځینې داسې شیان او مسایل شته چې انسان ته په میراث کې پاتې کېږي چې له دې جملې له هېواد سره مینه او یا هم د مینې زړ بېلګه (صورت مثالي ـ زړ بېلګه) ده.
د مینې مفهوم د نړۍ ټولو انسانانو په ذهنونو کې شته. مینه د نړۍ له بېلابېلو شیانو سره کېدلی شي، څوک به د حقیقي مینې لاروی وي او څوک به د مجازي مینې په لومو کې نښتی وي. د لومړنیو بدوي انسانانو په رغښت کې هم د مینې ماده لېدل کېده؛ خو د وخت په تېرېدلو چې کله ټولنه پرمختګ کوي د مینې برخه پیاوړې کېږي. کله چې ماشوم نوی پیدا شي، د مینې ماده پکې لیدل کېږي. مینه د یو زوړ ارکي ټایپ په ډول د نړۍ په انسانانو کې لیدل کېږي. د جسم، روان، شعور او لاشعور تر منځ یو ډول هماهنګي پیدا کوي.
د نړۍ په لومړنیو اسطورو کې افرودیت د مینې یوه لرغونې زړبېلګه ده. د ښځینه وو هغه ښکلا ده چې د مقابل لوري د داخلي شور لامل ګرځي. افرودیت له ښځینه وو سره مرسته کوي چې جذاب وي او په دې فکر کې وي چې څنګه خپل داخلي ښکلا ښکاره کړي. دا له بهرنۍ ښکلا پرته داخلي ښکلا ته ډېر ارزښت ورکوي او له صورت څخه سیرت ورته اهمیت لري.
د افردویت ښکلاییز سېمبول په لاتیني ژبه کې د «ونوس» په نوم یادېږي او په اسطورو کې د ښکلا ملکه ده. په یوناني ادبیاتو کې افرودیت اولاد نه زېږوي، چې لوی لامل یې دا کېدای شي چې ښکلا ته یې زیان ونه رسېږي.
د سومریانو په حماسه کې په ګلګمېش د الهې مینیدل، شپږ ورځې او شپږ شپې له انکیدو سره د الهې شپې تېرول او له هغه سره مینه کول، د هندوانو په «راماین او مهابهارت» کې د «رام او سیتا» د مینې داستان، په الیاد او اودیسه کې د «اولیس» د مینې خبرې او داسې نور په دې دلالت کوي چې مینه او مینیدل یوه زړه زړبېلګه ده.
له هېواد سره مینه داسې مانا لري لکه څوک چې له مور سره مینه کوي، نو ځکه یونګ د مور ارکي (Mother Archetype) ټایپ یادونه په (Four Archetypes)کې کوي. له هېواد سره مینه د هغې جغرافیې له خلکو سره د مینې په مانا ده. له یو ځای او یا مملکت سره هغه وخت مینه پیدا کېږي چې هلته یو کس پیدا شوی وي، خاپوړې یې کړې وي، لوی شوی وي، پلرنۍ هدیره یې وي، تېر یادونه یې پکې پراته وي او همدارنګه په لسګونو داسې نورې خبرې دي چې د ده له روان او روح سره اړیکې لري او د سایکالوژي له مخې څېړنې ته اړتیا لري. کله کله داسې هم کېږي چې یو کس په خوبونو کې خپل تېر او ماضي ته ځي او د خپلو اجدادو او مشرانو سره په خوبونو کې د مینې اظهار کوي او په هغه ځای کې چې دی پیدا شوی وي په خوبونو کې ګوري. په خوبونو کې د خپل پیدايښت ځای لیدل په دې دلالت کوي، چېرته چې موږ پیدا شوي یو له نورو ځایونو سره توپير لري، لامل یې دا دی چې هر انسان ته په ځان ناخبري او ټولنیز ناځانخبري کې ځینې داسې شیان په میراث پاتې کېږي چې هغه خبرې او واقعې د یو زمان او مکان سره تړاو لري چې دغه وخت او ځای د انسان له ماضي سره تړاو پیدا کوي او د یوې ځانګړې مینې لامل ګرځي.
د ملکزي په کتاب کې له هېواد سره د مینې اغېرې له ورایه ښکاري او دغه مینه د ده له روان سره تړاو لري. دا هغه تېرې هېرې خاطرې دي چې د نورو اغېزو پرته د نوستالژیکو تاثیرات څخه پیدا شوي دي.
په پای کې لیکوال ته خوښ او خوشحاله وخت غواړم چې نور علمي کارونه وکړي او هاشمي خپرندویه ټولنه ویاړي چې داسې علمي اثار چاپوي.