جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د افغان ځورونې پړقونه | رحمت شاه فراز

د افغان ځورونې پړقونه | رحمت شاه فراز

کوم څه ته چې زه په دې لیکنه کې اشاره کوم، هغه که په حقیقت ولاړ نه وي، نو ممکن پر ما انتقاد کوونکو ته به زما د منفي ګرایۍ او منفي فکر تر دې لوی ثبوت هېڅ کله په لاس ور نه شي. د یووېشتمې پېړۍ په دوه زره او یوویشتم کال کې ملتونه د سوکالۍ، هوساینې او ارامتیا په لور درومي. د دې ارامه او سوکاله ملتونو انسانان د علم، ټکنالوژي، تمدن او که مبالغه یې نه بولئ، ان د خپلو حیواناتو له برکته ورځ تر بله د نېکمرغۍ او سکون هسکو ته خېژي.

خو که موږ خپلې ټولنې ته وګورو، دلته هر شی، هره پدیده، هره پېښه داسې ښکاري ګنې د افغان ځورونې، افغان ورانونې، افغان ړنګونې او افغان کړونې ټېکه او ذمه یې اخیستې وي. هغه څه چې په نورو ټولنو کې د ترقي او پېشرفت علت ګڼل کېږي، هغه دلته د ځورونې او کړونې سبب ګرځېدلی. زه به په وار، وار په یو څو یې خبرې وکړم.

اول برېښنا ته وګورئ. دغه شی چې په نورو ټولنو کې د کومو بدلونونو او پرمختګونو سبب شوی، هغه له تاسو پټ نه دي. خو زموږ په وطن کې برېښنا د افغان ځورونې د یوه لوی سبب په توګه کارېږي. د برېښنا ستنو (پایو) ته بمونه ایښودل کېږي، په شپو، شپو برېښنا نه وي او ګڼ خلک یې له یوه ستر سرخوږي او نارامي سره مخ کړي وي. زه دا نه وایم چې د دې تر شا د کوم اعلیحضرت لاس نشته، خو دې حالت ته چې ګورم نو وایم کاش هېڅ برېښنا نه وای، زموږ د ځورونې یو لامل خو به کم وای.

پسې انټرنټ ته وګورئ. آیا اړتیا شته چې د انټرنټ په اهمیت او د ټولنو د پیشرفت لپاره د هغه په نقش خبرې وکړم؟ زموږ مخابراتي شبکو ته انټرنټ په ډېره ټیټه بیه ورکول کېږي، خو دوی يې پر موږ په دومره لوړه بیه پلوري چې اول خو یې څوک د فعالولو وس نه لري. بیا یې چې فعال کړې، نو د انټرنټ ورو او ناړامه سرعت د افغان ځورونې د یوه بل سبب په توګه سر را پورته کړي. د ۳ جي او ۴ جي په نوم چې کومې انټرنټې کڅوړې پلورل کېږي، هغه د ۲ جي سرعت او وړتیا هم نه لري. دا خو لا په خپل ځای پرېږده چې په ځینو سیمو کې د ډېټا سمبول (H+) هم لا نه تر سترګو کېږي. زما په شمول د کمپیوټر پوهنې هېڅ محصل هم د انټرنټ په اهمیت سترګې نه شي پټولی، خو زه وایم چې کاش انټرنټ هېڅ نه وای راغلی، زموږ د ځورونې یو لامل خو به کم وای.

تاسو به فکر کوئ چې زه به د دې مقالې د لیکلو په وخت کې ډېر ارامه ناست یم او زما د ځورونې هېڅ لامل به مې تر څنګ نه وي. وبښئ! همدا شېبه د افغان ځورونې یوه بله وسیله زما شاوخوا ګرځي او تر سپږمو یې رسولی یم؛ او هغه دي زموږ ښاغلي مچان! ته به وایې افغان دښمنانو ښه منظمه روزنه ورکړې او زموږ ځورونې ته يې را استولي دي. هې، هې! قسم په خدای ما د نورو هېوادونو مچان هم لیدلي، خو زموږ مچان لوڅ مخ خو څه کوې، تر کمپلې لاندې هم ترې په ارامه نه يې. د دوی بصیرت ته بیخي حیران پاتې یم، چې تر کمپلې لاندې په څه ډول د انسان غوږ پیدا کړي او بیا په خپل خاص غږ پکې چیغه کړي. دا اوس، اوس یو مچ کوټې ته راننووت. تېز راشي، زما په سترګو را ننوځي، زه ترې سر اخوا دې خوا کړم او تر څو چې یو شي ته لاس کوم چې کار یې ور ختم کړم، بیا د کوټې هابل سر ته رسېدلی وي. له هغه ځایه بیا د ډرون طیارې غوندې بېرته راتاو شي او بیا مې له کاره وباسي. کله خو وایم چې پسې ورجګ شه، خو بیا لاحول را تېره کړم او شیطان هم په یوه لعنت وولم. زه د مچانو د خلقت تر شا له الهي حکمت نه انکار نه کوم، خو کاش دغه مچان په افغانستان کې نه وای، نو د افغان ځورونې یو لامل خو به کم وای. خیر! د مچانو په هکله ډېرې خبرې راسره دي، چې بیا به یوه مستقله لیکنه پرې وکړم.

د نن ورځې ټرانسپورټ د دې لپاره دی چې انسان په ارامه او خوندي بڼه تر خپل منزله ورسېږي. خو راشئ زموږ د وطن ټرانسپورټ درباندې ووینم. د مرسیډیز سیټونه د درې کسانو لپاره جوړ شوي، خو زموږ ابن آدمان پکې څلور، څلور کېنوي! د ملي بسونو خو هېڅ پوښتنه مه کوه. داسې يې پکې تخته کړي وي چې کله، کله د پاکستاني ګوجرو د غواوو ټرکونه دې سترګو ته ودروي. ځه دا يې هم بلا ورپسې. بیا چې د مرسیډیز موټروان د خپلې خیالي معشوقې د متاثره کولو لپاره د کتغني یا ګنجشګک سندرې په مستۍ کې په موټر باندې ډول، ډول نخرې او نازونه پیل کړي؛ نو پوره باوري شې چې زموږ په سیمه کې ټرانسپورټ د ارامه او هوسا سفر لپاره نه دی، بلکې یوازې او یوازې زموږ د ځورونې لپاره را لېږل شوی. نو زه چې دا حالت وینم نو له خولې مې همدا خبره وځي، یاره تېر له دې ټرانسپورټ نه، هېڅ دې نه وای.

ملګرو! دغه کیسه ډېره اوږده ده او سر به مو نه خوږوم. د غضنفر صېب خبره په تلو، تلو کې به د افغان ځورونې یو بل لامل هم در باندې وګورم. دین او مذهب په نورو ټولنو کې یا یوه شخصي پدیده ده او یا نیوټرل (خنثی) ښکارنده ګرځېدلې. او که ټولنیز اړخ هم لري نو په ځینو معلومو او خاصو مواردو کې. مګر تاسو زموږ په وطن کې وګورئ چې دین څه کانې را وکړې! زه دا نه وایم چې د دې انسان-وزمه مخلوق دیني تعبیر ناسم نه دی، خو اخر دا هر څه روان خو د دین په نوم دي. رښتیا یا دروغ. په سمه یا په غلطه. په نورو هېوادونو کې په نورو خبرو سره لانجې وي. خو زموږ په سیمه کې دین د لانجو او شخړو سبب شوی. دین د افغان ځورونې د لاملونو په ګراف کې اعظمي نقطه ده او په خپل ځان کې د افغان ځورونې سره سره افغان وژنه هم رانغاړي. دا نو د افغان ځورونې وروستی او تر ټولو لوی پړق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب