Homeخبرونهد ولسمشرله پرېکړې سره مخالفت؛ محقق وایي د دایکندي د والي د...

د ولسمشرله پرېکړې سره مخالفت؛ محقق وایي د دایکندي د والي د ټاکل کېدو پرېکړه وځنډېده

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳) محمد محقق د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره لیدلي او د دایکندي د والي د ټاکل کېدو په اړه یې سره خبرې کړې دي.

دوی داسې مهال دا لیدنه ترسره کوي، چې محقق د ولسمشر له پرېکړې سره مخالفت کړی او د دایکندي د نوي والي مخه یې نیولې ده.

محقق په دې لیدنه کې ویلي، چې د دایکندي پر وروستي امنیتي وضعیت یې له سرور دانش سره خبرې وشوې او پرېکړه یې وکړه، چې په اوسني حساس وضعیت کې تر یوې مودې د یاد ولایت د والي د ټاکل کېدو پرېکړه باید وځنډول شي.

نوموړي ویلي،دوی به د خلکو د نظر په پام کې نیولو سره د دواړو لوریو په مشوره یو بل وړ کس د یاد ولایت د والي په توګه وټاکي.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ ولسمشر مراد علي مراد د دایکندي والي په توګه وټاکه او نن نوموړی د دایکندي د والي په توګه یاد ولایت ته روان و، خو د محقق د مخالفت له امله بېرته کابل ته را وغوښتل شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې د حکومت پرېکړې له مخالفت سره مخ کېږي تر دې وړاندې داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه وټاکل شو؛ خو د دوستم د مخالفت له امله یې څو ورځې د پوځ په لواء کې تېرې کړې او بېرته کابل ته راوغوښتل شو.

نوموړی له دې مخالفت وروسته د غزني والي وټاکل شو.

که څه هم هېواد کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلي، خو عام خلک په دې حساسو شرایطو کې د سیاسیونو دا ډول مخالفتونه ښه نه بولي.

دوی وایي، اوس د دې وخت نه دی چې مشران او چارواکي دې د والیانو په سر له حکومت سره ښکر په ښکر شي؛ بلکې د امن او ثبات لپاره دې په یوه خوله کار وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...