شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني د ايټاليا له لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې...

ولسمشرغني د ايټاليا له لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳) ولسمشر غني د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو به دې تلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړې ده چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو مناسبات تر پخوا لا ډېر پراخ او دوامداره شي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې  ماریو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې ایټالیا د افغانستان ملګرې ده او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر داسې مهال د ايټاليا له لومړي وزیر سره خبرې کوي، چې په هېواد په دې وروستیو کې نا امنیو زور اخیستی او د افغان شنونکو په باور افغان دولت اوسمهال د بهرنیو کلک ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی وایي، افغان حکومت په هره برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او نړیوال یې هم باید له افغانستان نه ونه سپموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب