یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهجلال آباد ښار کې بمي چاودنې ۲۰ کسان ټپیان کړي دي

جلال آباد ښار کې بمي چاودنې ۲۰ کسان ټپیان کړي دي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) شااوخوا یو ساعت وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد ښار کې د پولیسو په موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې نیږدې شل کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي، چاودنه د “تلاشي چوک” په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې د مرستیال پر موټر شوې، خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د حوزوي روغتون مسؤولینو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځای څخه ورته د پولیسو او ملکي کسانو په ګډون شل ټپیان ور وړل شوي دي.

دا په جلال‌آباد ښار کې له نسبي کرارۍ وروسته لومړۍ چاودنه ده چې ګڼ شمېر کسان په‌کې ټپیان کیږي.

د چاودنې مسؤولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. talibaano al lah mo washarmawah/tabah sheey.
    de dee melat azaar ba mo tabah kee.
    zenawer ham Yao rakhem lary.tasey de znawroo ham zyaat wakhshyaan yaast.
    khudaayee dee pah aam woles rakhem wookeey.

    tashakur

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب