جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبریتانیا په افغانستان کې د خپلو لسګونو سرتېرو د پاتې کېدو اعلان...

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو لسګونو سرتېرو د پاتې کېدو اعلان کړی

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې سل بریتانوي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي، څو د سفارت او ډیپلوماتانو امنیت وساتي.

بریتانوي رسنۍ وايي سره له دې چې ددغه هېواد لومړي وزیر له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ خو له دې سره به بیا هم شاوخوا سل سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي.

سرچینه وایي دا سرتېري به د هغو ۶۵۰ امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو برخه وي چې په افغانستان کې د ډيپلوماتیک ماموریت د ساتنې لپاره ګومارل کېږي.

برېتانوي ځواکونه په تېره شل کلنه جګړه کې تر ډېره په هلمند ولایت کې مېشت و، چې دغه ولایت ته یې نه یوازې دا چې امن رانه ووست، بلکې لا یې خونړۍ او له جګړو ډک پرېښود.

بلې خوا طالبانو په افغانستان کې د نړیوالو د هر ډول پوځي حضور له دوام سره مخالفت څرګند کړی دی. دغې ډلې پرون سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې د کابل په هوایي ډګر کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که ترکیه خپله پرېکړه بدله نه کړي هغه به د ‘اشغال’ دوام وبولي او پر وړاندې یې به هغه چلند وکړي چې تر اوسه یې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې کړی دی.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د تېرې پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د پارلمان یوې کمېټې ته ویلي و چې اکثره بریتانوي ځواکونه چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله له افغانستانه وتلي او پاتې نور به یې په دې نژدې ورځو کې ووځي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د بریتانیا په پوځي ماموریت کې د دې هېواد شااوخوا ۱۵۰ زره پوځیانو برخه اخیستې او ۴۵۷ یې وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. زما په آند چې بد کې چې دا اعلان کوي. دوي په زوره د طالبانو د جهاد مشروعیت ته لاره برابروي. سپک خلک دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب