Homeخبرونهلغمان: د الینګار ملکي او نظامي چارواکي طالبانو سره د جوړ جاړي...

لغمان: د الینګار ملکي او نظامي چارواکي طالبانو سره د جوړ جاړي په تور زنداني شوي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳) د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولان یې طالبانو سره د جوړ جاړي په تور زندان ته اچولي دي.

په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال، امنیه قومندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال شامل دي.

چارواکي وايي، چې که څه هم یادې ولسوالۍ ته هوايي او ځمکنۍ مرسته رسېدلې وه؛ خو دوی د جوړجاړي له مخې ولسوالي او مهمات طالبانو ته پرېښي دي.

د چارواکو په وینا الینګار ولسوالي نن سهار یادو کسانو له وسلو سره طالبانو ته پريښې.

په لومړیو کې د یاد ولایت چارواکو دا خبره نه منله خو نن یې تائید کړه چې د نیول شویو چارواکو د جوړجاړي له امله یاده ولسوالي طالبانو نیولې ده.

د لغمان والي په مشرۍ  د یاد ولایت  نظامي شورا هم پرېکړه کړې ، چې د الینګار ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولان، چې په لوی لاس یې ولسوالۍ او مهمات طالبانو ته پریښي باید زنداني شي.

د لغمان والي وایي نیول شوي څلور مسوولان اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې ترې څېړنې روانې دي.

والي زیاتوي، چې ډېر ژر به په الینګار ولسوالۍ کې بېرته د قوتونو د ځای پرځای کولو په موخه اقدامات ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...