Homeخبرونهامریکا وايي، د سرتېرو د ویستلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې

امریکا وايي، د سرتېرو د ویستلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۳) د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له افغانستان څخه يې د سرتېرو د ویستلو لړۍ دوام لري او تر دې دمه یې دغه پروسه ۹۵ سلنه بشپړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې امریکا په ۹۸۴ پروازونو کې خپل سرتېري او زرګونه قلمه تجهیزات ویستلي دي او تر څنګ یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قلمه توکي له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا  تر دې دمه ۷ سترې نظامي اډې افغان پوځ ته سپارلې دي او د پاتې سرتېرو د ایستلو لړۍ هم دوام کوي.

د امریکا مرکزي قومنداني داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې امریکایان له خپلې سترې اډې باګرام وتلي، خو ویل کېږي چې شاوخوا ۷۰۰  امریکایي پوځیان د امریکا په سفارت کې حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...