یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکه طالبانو سوله ونه‌نکړه، افغان حکومت به د هند پر پوځي مرستو...

که طالبانو سوله ونه‌نکړه، افغان حکومت به د هند پر پوځي مرستو ډاډه وي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) که طالبانو سره د افغان دولت د سولې هڅو پایله ور نه‌کړه، افغان حکومت د هندوستان پر پوځي مرستو او ملاتړ حساب کولی شي.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید مامندزي ویلي، د هند حکومت له افغان دولت او ولس سره تل بلاعوضه مرستې کړې او که طالبانو سوله ونه‌نکړه د دوست هېواد هندوستان پر پوځي مرستو ډاډه یو.

مامندزي چې هلته یې له “نوي ډیلي” تلویزیون سره مرکه کوله وویل: “پوځې مرسته په دې معنی نه ده چې افغانستان ته به هندي ځواکونو استول کیږي، بلکې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې به مرسته او همکاري کوی.”

هندوستان له تېرو شلو کالو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې شااوخوا درې میلیارده ډالر پانګونه کړې ده چې لاهم د یاد هېواد په مرسته په بیلابیلو ولایتونو کې لسګونه پروژې تر کار لاندې دي.

افغان سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي، خو بل‌خوا بیا طالب چارواکي د سیمې هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي او وسله‌وال یې په هېواد کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب