شنبه, مې 11, 2024
Home+ګواښمن فیلسوف؛ سلاوي ژيژک

ګواښمن فیلسوف؛ سلاوي ژيژک

لیکوال: نیازمحمد نثار

سلوانیايي فیلسوف سلاوي ژیژک په ۱۹۴۹ کال کي، په پخوانۍ یوګوسلاویا کي زیږېدلی دی. د لیوبلیانا له پوهنتون څخه یې خپله دوکتورا اخیستې ده او دا مهال د نړۍ په بیلابېلو پوهنتونونو کي تدریس کوي. یو مهال د سلوانیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند هم وو.

ژیژک په فلسفه کي خپل کار، په ۱۹۸۰ کلونو کي، سلونیايي ژبي ته، د جک ډریډا د کتاب له ژباړلو څخه پیل کړی او وروسته یې د لاکان، فرویډ او لويي آلتوسر کتابونه هم وژباړل، همدغه مهال یې خپل لومړی کتاب د فلم په تیورۍ کي هم ولیکی.

ژیژک فلسفې ته، د سینما، ارواپوهني او رغښتپالني د فلسفي مکتب سره تر آشنا کېدلو وروسته لار موندلې او د لاکان، هګل او مارکس د اندونو څخه په اغیزمن کېدلو او د دوی نظرونو ته له ګډو تړاوونو په ورکولو سره یې خپلو فلسفي افکارو ته شکل ورکړی او هغه یې د آثارو په خپرولو سره وړاندي کړي دي.

ژیژک، پر یوه مهال، مارکسیسټ، هګلیست او لاکانی دی. د ژوندیو فیلسوفانو له ډلي څخه، آلن بدیو – ژيژک ته ډېر نژدې او دی ور څخه اغېزمن دی. ده، د هګلیزم څنډي را اخیستي، د لاکان د ارواپوهني سره یې یو ځای کړي او د سیاسي او ایډیالوجیک مارکسیزم څخه په ګټي اخیستني یې خپلو فلسفي، فرهنګي او سیاسي – انتقادي نظرونو ته شکل ورکړی، چي په پاسټ موډرن شکلونو کي، د پانګوالي ټولني کړني ښيي. د ده نظریات، د فورم له اړخه پوسټ موډرن دي، خو په هماغه فورم کي یې مضمون د پانګوالۍ او پوسټ موډرنیزم پر ضد دي.

 ژیژک، خپل ځان، د ارواپوهنیز لوري درلودونکی مارکسیسټ او د کمونسټي پروژې پلي کونکی بولي. سلاوي ژیژک په لویدیځ کي، په ګواښمن فیلسوف پېژندل کېږي؛ ځکه د ده له خپله قوله، دی غواړي، د لویدیځ ټول اعتقادي بنسټونه له ځمکي ووهي او له منځه یې یوسي.

دی، سره له دې، چي یو متخصص فیلسوف دی، خو د مشهور والي او ګواښمن والي یو سبب یې دا دی، چي د نورو ورځنیو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه هم بحثونه کوي او فلسفي ريښې یې را سپړي. د بیلګي په ډول، دی ډېر مهال، په رسنیو کي، د ډموکراسۍ، پانګوالۍ، ټکنالوجۍ، مصرفي اخلاقو، اروپايي اتحادیې د سیاستونو، ولسمشریزو ټاکنو او هر څه نورو باندي، چي په اړه یې پوښتنه ور څخه وسي؛ خبري کوي.

دده لیکني د ډیالکټیک، نفي – نفي او نورو هګلي، مارکسیسټي او لاکاني اصطلاحاتو درلودونکي دي. د ژيژک لید ټولني، سیاست او انقلاب ته، له سوژې سره تړلی او د هغه پر بنسټ ولاړ دی او د آلتوسر خلاف، هر څه د تاریخ تابع نه بولي، بلکې سوژه د تاریخي ارادې څخه خپلواکه او د سوژې د ارادې تابع ګڼي. د تاوتریخوالي په اړه، د ژیژک نظریات د ډېرو بحثونو د را منځته کېدلو لامل سوي.

ژیژک درې ډوله تاوتریخوالی را پېژني:

۱ – ښکاره تاوتریخوالی: د دې ډول تاوتریخوالي بستر قانون دی. دا تاوتریخوالی د ټولنیزو مناسباتو څخه را پیدا سوی او د هغه له روښانه بیلګو څخه دی. قانون، دا ډول تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي.

۲ – پټ تاوتریخوالی: پټ یا سیسټماټیک تاوتریخوالی بیا د ټولنیزو او فرهنګي مناسباتو پر بستر پیدا کېږي او د هغو په شکل کي ځان څرګندوي. دا تاوتریخوالی حتی په هغو کسانو کي، چي د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کوي؛ لا هم موندل کېږي.

۳ – د ځواکمنو او کمزورو تاوتریخوالی: د تاوتریخوالي دا ډول بیا که د ځواکمنو په لاس کي وي ټکونکی او استبدادي ماهیت خپلوي او که د عدالت غوښتونکو په لاس کي وي، آزادي منځته راوړي. د ده په نظر، تاوتریخوالی باید یوازي پر قانون نه، پر عدالت هم باید ولاړ وي.

د ځواکمنو او کمزورو په تاوتریخوالي کي، ژیژک په دې عقیده دی، چي دا تاوتریخوالی، په ځانګړو شرایطو کي، موخي ته د رسېدلو لپاره یو وسیله ده. د تاوتریخوالي دا ډول هغه وخت توجیه کيږي، چي د عدالت غوښتونکو او انقلابیانو په لاس کي وي. ژيژک، د لنین په تائید لیکي، چي د انقلابي تاوتریخوالي موخه د حکومت لاسته راوړل نه دي، بلکې د تاوتریخجن جوړښت ورانول او په جوړښتونو او مناسباتو کي د بنسټیزو بدلونونو راوستل دي.

 د تاوتریخوالي اړوند د ژيژک نظریات، پر ده د ډېرو انتقادونو لامل سوي دي، تر دې چي دی یې د تاوتریخوالي پلوي کونکی هم ګڼلی دی.

د لاکان له نظر سره سم، دی هم درې ټولنیز نظمونه مني: نمونوي، خیالي او واقعي. نمونوي او خیالي نظمونه په واقعي خیالي کي ځان څرګندوي. هر ډول بدلون له نمونوي نظم څخه باید تېر سي، یعنې که کمونسټي ټولنه جوړېږي؛ د پانګوالي ټولني د ساتني بیمې باید له منځه ولاړي سي. دی، د ټولنیز اوښتون لپاره، ذهني عواملو ته هم لومړیتوب ورکوي.

د ټولټاریزم یا ټول غوښتني سیاسي اصطلاح اړوند، ژیژک په دې باور دی، چي ټولیټاریزم هم په لیبرالیزم او هم په کمونیزم کي سته او په شلمه پېړۍ کي، د ټولټاریزم د اصطلاح دودېدل، یوازي د کمونیزم ضد تبلیغاتو پوري اړه درلوده او یو اړخیز وه.

ژیژک، د ایډیالوجۍ او ارواپوهني ترمنځ اړیکي هم ویني او سپړي. تر سړې جګړې وروسته، چي د ایډیالوجیانو د مرګ بحث را پورته سو، ژیژک د لاکان د ارواپوهنیزي او فلسفې نظریې څخه په ګټي اخیستني سره وویل، چي ایډیالوجیاني نه یوازي مړې سوي نه دي، بلکې په ژوندي او فعاله ډول زموږ ژوند ته شکل هم ورکوي او پکار ده، چي د ایډیالوجيو د نقد پروژه په فعالانه ډول مخته ولاړه سي.

دی، د اروپايي اتحادیې د سیاستونو ټینګ منتقد هم دی. د ده په باور، د قاطع او لویو پریکړو لپاره نړیوالو سازمانونو ته ضرورت سته، تر څو لويي او قاطع پرېکړي وکولای سي او د پرېکړو اغیزمنتوب یې زیات وي. سیاست تر اخلاقو لوړ دی، نه په عامه معنا، بلکې په دې معنا چي موږ باید په خپل ژوند کي د بدلون لپاره ځیني جدي کارونه وکړو. ژيژک، نننۍ روسیه او چین له لویدیځ څخه بېلي او جلا الګوګاني بولي، خو وايي د دوی تر الګو ماته لویدیځ را نژدې دی، ځکه هغوی لیبرال ډموکراسي نه مني او د پانګوالۍ استبدادي ډوله شکل پکښې حاکم دی. ژيژک، د اروپا اعتراضي جریانونو ته، چي د خپلو دولتونو د اقتصادي سیاستونو پر خلاف را ولاړ سوي؛ د رهبرۍ او منظم والي توصیه کوي او پراګنده او بې سازمانه اعتراضونه بې ګتي بولي.

دی، نننۍ نړۍ پر دوو برخو، لیبرالي پانګوالۍ او دیني بنسټپالني باندي ویشي، خو په خپل «جنت کي دوږخ کتاب» کي بیا وايي، چي د سټالنیزم بدترینه ډول لا هم، تر هغه ښې لیبرال ډموکراسۍ غوره دی.

د ژيژک په باور، موږ په داسي زمانه کي ژوند کوو، چي هغه ته باید «ایډیالوجیک شاته پاته والی» ووایو. هغه خبري چي نن یې ټرمپ پر سټیج کوي؛ دوې – درې لسیزي وړاندي چا باور نه کوئ، چي یو سیاستوال دي تر دې حده ټیټ ادبیات وکاروي.

سلاوي ژيژک، په نړۍ کي د فاشیزم، نژاد پالني او دیني بنسټ پالني بیا را ټوکېدل، د چپي جریانونو د کمزوري کېدلو له کبله بولي او وايي، چي زموږ په عصر کي، یوازي چپیان، د لیبرالو ارزښتونو (بشري حقوقو، فردي آزادیو) ساتونکي کېدلای سي، نه خپله لیبرالان.

ژیژک، د فلسفې او ارواپوهني په منځ کي ګرځي – را ګرځي. هغه، د واقعیتونو او ګومانونو یو ترکیب دی. د ژیژک نظریات له تناقضاتو څخه ډک دي او کله – کله په یوه بله جمله کي خپل د تېري جملې نظر ردوي. د ده نظریات او لاکاني – مارکسیسټي لید یې یو لاسی او منظم تفکر نه دی، د تناقضاتو یوه کوچنۍ بېلګه یې داده، چي هم نړۍ ته کمونیزم غواړي او هم د ایډیالوجیو پر ضد جګړه.

د ده په اړه، برټانوی ګیري وايي، د ده کار سرګرمونکی دی، خو له فکري اړخه ارزښت نه لري. نوام چامسکي وايي، د ده نظریات پېچلی دي او عام خلګ نه په پوهيږي، کار یې جدي نه دی او اعتبار نه لري. د ژیژک نور منتقدین وايي، چي دی د یو فکري بنسټ درلودونکي شخصیت پر ځای، یوازي یو علمي ویاړ پلورونکی او د ورځي موډ دی.

ژیژک په سینما، ارواپوهني او فلسفې کي د ډېرو او پېچلو کتابونو لیکوال دی، چي ځیني مشهور یې په لاندي ډول دي:

۱ – پېښه

۲ – له هیڅ څخه لږ؛ پر ډیالکټیک ماټریالیزم باندي د هګل سیوری

۳ – د تاوتریخوالي په اړه

۴ – تر ټولو ښه هیسټریک

۵ – د ایډیالوجۍ عینیت

۶ – کژنګریستن

۷ – د فلسفې د فضاء پرانیستنه

۸ – د حقیقت برهوت ته ښه راغلاست

۹ – د لویدیځ د باورونو تنقید

۱۰ – له رښتینو اوښکو څخه بېره

اخځلیکونه:

1 – jones lowrance, 2014, open culture

2 – Hendrick Scotty, 2019, what does slave zizik means when he talks about Idealogy?

3 – Parker Ian,2016, Slavoj Zizek, Birtanica

4 – George I. García and Carlos Gmo. Aguilar Sánchez – Universidad de Costa Rica, 2018, international journal of Zizek Studies, volume two

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب