یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهچین له طالبانو وغوښتل چې له تروریستي ډلوسره اړیکې وشلوي

چین له طالبانو وغوښتل چې له تروریستي ډلوسره اړیکې وشلوي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲۴) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون (سې شنبه) له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، له جګړه مارۍ لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.

د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي وانګ دا څرګندونې په دوشنبې کې د تاجکستان له باندنیو چارو وزیر سراج الدین محي الدین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ده له طالبانو په داسې حال کې له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کېدا غوښتنه وکړه چې طالبانو یوه ورځ وړاندې په یوه بیان کې وویل چې ایغورانو ته به پناه ورنه کړي.

ایغور هغه چینايي مسلمانان دي چې د چین په سین کیانګ یا ترکستان کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

د چین د باندنیو چارو وزیر وویل، په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني چې د ملت په وړاندې یې لري.

چین، امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو ویلي چې که طالبان په زور واک ته ورسېږي، د دوی رژیم به په رسمیت ونه پېژني.

د سیاسی کتونکو په باور دا هغه څه دي چې پاکستان یې هم غواړي ځکه چې یو منزوي، بېوزله او وروسته پاتې افغانستان به لا ډېر اسلام اباد ته محتاج وي.

1 COMMENT

  1. ټالبان هیڅ سیاسي بصیرت نلري او نه د خپل وطن غم ورسره دی، دوی یوازې د پاکستان کټو ته ژمن دي، دوی کاڼه، ړانده او ګونګیان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب