یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاوبو چارو تنظیم اداره: طالبان دې پر ملي شتمنیو بریدونه نه‌کوي

اوبو چارو تنظیم اداره: طالبان دې پر ملي شتمنیو بریدونه نه‌کوي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) وروسته له هغې چې طالبانو د هرات ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې سختې جګړې پیل کړې، د اوبو چارو د تنظیم ملي اداري د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتې چې په جګړه کې دې د ملي شمتنیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: “له تېرې ورځې راهیسې د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې چې د “سلما بند” هم په دغه ولسوالي کې موقعیت لري؛ د طالبانو لخوا د بند پر لور بې شمېره هوانونه او توغندیز بریدونه تر سره کیږي چې ډير شمېر یې بند ته نږدې لګېدلي دي؛ که د دغه توغندیزو بريدو مخه ونه نیول شي؛ لرې نه ده چې سلما بند ویجاړ شي په هغه صورت کې به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د مالي زیان تر څنګ سخت ځاني زیانونه ورسیږي.”

یادې ادارې ویلي، که سلما بند ته زیان ورسیږي د هرات ولایت د ۸ ولسوالیو زرګونه اوسیدونکو او د هغوی کرنیزو ځمکو ته به سخت زیان ورسیږي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې پر سلما بند او ورڅیرمه سیمو کې دې خپل بریدونه ودروي، ځکه ملي شتمني د ټولو شریک مال دی او د بریدونو له دوام څخه د پېښېدونکي زیان مسؤلیت به بیا د دوی پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې وړاندې سلګونه طالبانو د هرات ولایت په چیشت‌شریف ولسوالي کې د سلما بند پر امنیتي پوستو له څوو خواوو څخه بریدنه وکړل چې په پایله کې یې ۱۶ د ملي اردو سرتیري او له شلو ډیر طالبان ووژل شول.

د یاد بند د امنیتي کنډک قومندان هغه‌مهال رسنیو ته ویلي وو چې ګڼ شمېر ایراني وګړو هم له طالبانو سره په جګړه کې برخه لرله.

2 COMMENTS

  1. ټالبان هغه مردوده طبقه ده چې په تېرو 25 کلونو کې یې پرته له ویرانۍ او وژنو بله کار سره ته نه دی رسولی

  2. طالب مه ووایاست. دا ټول د پاکستان د مرتد پوځ ملیشی دي. ددې پلیدې ډلې مشران او کورنۍ یې ۹۹.۹۹ فیصده په پاکستان کې اوسېږي. نو ځکه دا داخلي جګړه نه ده. اوس باید جهانیان او ملګري ملتونه سترګې خلاصې کړي او د افغانستان واقعیتونه ته په کتو سره باید په پاکستان فشار واچوي تر هغه چې دغه هېواد خپل تروریستی فعالیتونه نه یوازې په افغانستان بلکه په هند او نورې نړۍ کې بند کړي. د یوه هېواد داخلي مخالفان که هر څومړه مردار او پليد وي کله به هم خپل هېواد پدې شکل چې دا ملیشي یې ورانوي، و نه نړوي. ددې پلیدې پدېدې باید یا مخه ونیول شي او یا باید بیخې له مینځه يوړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب