زه چې شپې ناوخته کور ته راځم یا هم حتی د ورځې کور ته ځم، کور خبر وي، چې ور روان یم، کور ته زنګ یا هم مسکال کوم، مخکې له دې چې ورسیږم، دروازه خلاصه وي او له ټکولو بیغمه یم؛ اما ځینې د شپې لس یوولس بجې راشي، دروازه دومره په زوره زوره ټکوي، چې موږ حیران شو، دا څرنګه کور دی، چې ګاونډیان خبریږي؛ خو د دوی خلک نه خبریږي چې ور خلاصه یې کړي او دا له بیرونه هم د خدای بنده ورته نښتی وي، ټکوي یې او پسې ټکوي یې، ځینې وختونه داسې هم شوي، چې فکر کوو، زموږ دروازه څوک ټکوي، خو چې ور شو د بل کور وي.
دا خبره مې ځکه و کړه، چې نن یو چیرته د ګاونډیانو اړوند بحث شو؛ یو ملګري ډیر شکایت و کړ ویل یې: «ګاونډی مو داکتر دی، میرمن یې هم سواد لري؛ ښه مالداره هم دي، موټرو کې ځي راځي؛ خو لکه کور کې چې هیڅ شی هم نه لري، یو ورځ دیګ بخار یوسي، بله ورځ بل بل شی؛ تر چې ماشوم (ځینې کورونه حتی ماشومان هم نه لري، مجبور غټ څوک پسې ور شي.) پسې ور و نه لیږو، بیرته یې رالیږي هم نه، ښه که کوم کور ماشوم ولري، لیږل او رالیږل به دومره سخته نه وي، خو چې کور کې ماشوم هم نه وي او په غټه تنه هر وخت ورته وایې او هغوی په دې نزاکت نه پوهیږي، چې دغه کور به خپله هم خپل اسباب ته اړتیا لري، نو سړی خفه شي. د کور اولیه سامان( جارو، اوتو، د توشکو ټکولو لرګی، چارۍ، کولنګ…) چې ټول را جمع کړې کیدای شي، دوه زره افغانۍ به هم نه شي؛ خو دوی یې نه اخلی یا یې لري، په خپل اسباب یې زړه نه کیږي؛ ښه که غریب وي، سړی به ووایي، چې نه یې لري، اما دا چې لري یې او بیا هم داسې کوي، ډیر بد کار دی، بیا خو یې بیرته سړی په وخت ور وړي؛ وای: یو د ډوډۍ دیش یې وړی دا یوه میاشت ور کره دی، ماشوم مې پسې ور و لیږه ویل یې چې بابا مریض دی، روغتون ته یې ډوډۍ په کې ور و وړې، ښه چې یو څوک وس لري او پوهیږي چې یوه میاشت یې هغه اسباب ته اړتیا ( کیدای شي و یې هم لري.) هم شته، نو ولې نه اخلي…؟«
د کور خوا شا تر څلویښتو کورونو ګاونډي کې حسابیږي؛ رسولله (ص) هغه څوک مومن نه بولي، چې خپله په موړ نس ویده شي او ګاونډی یې وږی اوسي.
یوه ورځ رسول الله ( ص) له خپلو یارانو و پوښتل، پوهیږئ چې د ګاونډي حقوق څه دي؟ ټولو و ویل نه، حضرت محمد ص و فرمایل: د ګاونډي حقوق دا دي، که د کور کرایه در نه و غواړي، کمک ورسره و کړئ، په خوښۍ کې مبارکي ور کړې، که مریض شو پوښتنه یې و کړې، په مصیبت کې تسلیت ورته ووایې، که مړ شو، په جنازه کې یې ګډون و کړې، د ګاونډي له خوښې بغیر خپل کور د هغه په کور جګ نه کړئ، که دې میوه واخیسته یو اندازه ور کړئ او که دا تصمیم هم نه لرئ، په داسې ډول یې کور ته یوسې، چې د ګاونډي ماشومان یې و نه ویني…
ګاونډی تر دې هم ډیر زیات حقوق لري؛ مګر کله چې د ټولنیزو اخلاقو خبره راځي، ځینې مسائیل شته، چې ګاونډیان یې باید مراعات کړي؛ مثلا: زموږ دوه دیوال شریک همسایه ګان دومره شریف خلک دي، چې حتی کله هم چیرته ځو، د کور کیلي، د ګاونډي کره ور کوو، رفت او امد دومره دی، چې هیڅ داسې احساس نه کوو، چې موږ د یو ځای او هغوی د بل ځای. موږ پښتانه هغوی دري ژبي؛ خو هو، داسې ګاونډیان هم شته، چې ماشوم ته کثافات لاس کې ور کړي، هغه یې راوړي زموږ د کور مخکې یې کیږدي، د کوڅې د پاکوالي قصه کې له سره هم نه وي، ماشومان یې زموږ د بام په سر منډې را منډې اچولې وي( کابل ښار غونډیو کې معمولا کورونه همدغسې وي، د یوه کور بام د بل کور متن سره برابر وي.)
رسولله ( ص) نه یو صحابي پوښتنه و کړه: هوډ لرم، چې یو کور واخلم؛ ستا په نظر کوم ځای انتخاب کړم؟ رسول لله ( ص) مخکې له دې چې د ځای اړوند ورته ووایي: و یې ویل: اول ګاونډی و ګوره بیا کور واخله؛ اول رفیق و ګوره بیا سفر و کړه.
خدای مو له بد ګاونډي و ساته او خدای ج دې موږ ټولو ته وس را کړي، چې ښه ګاونډي و اوسیږو.