جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني د شمالي ولایتونو د وضعیت پر کنټرول ټینګار کړی

ولسمشرغني د شمالي ولایتونو د وضعیت پر کنټرول ټینګار کړی

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۲) ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا بلخ ولایت ته تللی دی.

ولسمشر په دې سفر کې د بلخ ولایت له امنیتي مسوولانو سره په غونډه کې د دوی ستونزې واورېدې او ورته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې امنیتي ادارې دې په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د وسله والو د بریدونو د مخنیوي لپاره همغږي ډېره کړي.

هغه زیاته کړې چې د بلخ او شاوخوا ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره دې هڅې ډېرې او ګړندۍ شي.

ولسمشرغني په خوست کې د هېواد پنځم هوایي ډګر پرانیست

ولسمشر غني چې نن سهار یاد ولایت ته تللی د سفر موخه یې هم د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت ارزونه یاده شوې ده.

ولسمشر به دغه راز په دې سفر کې  د دې ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سربېره سياسي او جهادي مشرانو، د علماوو شورا غړو، ښځو، ځوانانو، د بلخ ولایتي او ملي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او رسنیو سره هم جلا جلا لیدنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...