پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+کريس ګېل په نړیواله کچه د ډېرو منډو جوړولو رېکارډ خپل کړ

کريس ګېل په نړیواله کچه د ډېرو منډو جوړولو رېکارډ خپل کړ

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۲) د وېسټ انډيز د ملي لوبډلې بریدګر توپوهونکی کریس ګېل  په شل اوره لوبو کې د نړۍ په کچه نوی رېکارډ په خپل نوم کړ.

نوموړی لومړنی لوبغاړی شوی، چې په شل اوره لوبو کې تر ټولو ډېرې ۱۴ زره منډې ترسره کوي.

له کيس کېل ور اخوا بل هېڅ لوبغاړي دومره زیاتې منډې نه دي کړي.

نوموړي نن د اسټرالیا پر وړاندې هم ۶۷ منډې وکړې او په همدې سره یې خپله لوبډله هم بریالۍ کړه.

د معلوماتو له مخې نوموړی د نړۍ په ټولو سوداګریزو لوبو کې هم لوبېدلی.

هغه په ټوله کې په ۴۳۱ شل اوریزو لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډې جوړې کړې ، چې ۱۷۵ ناسوځېدلې يې تر ټولو ډېرې منډې دي.

کریس ګېل ۲۲ سلیزې او ۸۷ پنځوسیزې  لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب