جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: د طالبانو جګړه کوم شرعي جواز نه لري

حکمتیار: د طالبانو جګړه کوم شرعي جواز نه لري

تاند(سه شنبه، د سرطان ۲۲) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو جګړه ناروا او بې‌ګټې بللې ده.

حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې ستاسو اوسنۍ جګړه هېڅ عقلي او شرعي جواز نه لري، پرته د افغانانو له وژلو.

حکمتیار دا هم ویلي، چې که وسله‌وال طالبان د خپلې جګړې لپاره کوم شرعي جواز لري، ودې وایي، موږ یې هم په څنګ کې درېدای او د حکومت پر وړاندې یې په جګړه کې ملتیا کولای شو.

د حکمتیار په خبره، چې دوی له طالبانو مخکې جهاد پیل کړی او د اسلام په لاره کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

“موږ  تر تاسو زیات اسلام ته ژمن یو، تر تاسو زیات د اسلام او مسلمانانو سرلوړي غواړو، که تاسو هر سپېڅلی هدف ولرئ، موږ درسره یو، خو که تاسو دا نن هم دا ثابته کړئ چې دا جنګ د افغانانو او اسلام په ګټه دی، موږ به له تاسو سره په سنګر کې و، خو حقیقت دا دی چې دا جنګ نور نه د اسلام په ګټه دی او نه له عقلي پلوه.”

حکمتیار په ټینګار سره ویلي، چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان ټول هدفونه د جګړې نه، بلکې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو له لارې تعقیب کړي.

6 COMMENTS

  1. استاد خالص یونس به ویل چی حکمتیار د اور پرتوګ دی که اغوندی یی سوزې او که یی وباسی نو ځان د معلومیګی نوموړی د اقتدار لپاره هری معاملی ته تیار دی دده مخ او څټ یو شان دی همدغه دولت ته په مړو سترګو راغی اوبیا ورسره وران شو اوس به یی بیا کوم هډوکی وراچولی وی خو نور دټولو ناکاره غلو پاټکیانو ګلمجمانو او میخکوبو چیت پزو دغرب دسیکولرانو او عیاشانو وخت پوره او دزوال کندی ته ورنږدی دی او مهمه داچی اوس یی دخلاصولو والا هم په تیښته دی

  2. ددی قاتل دا اعلان د زړه له کومی صادقانه ندی دا قاتل همیش د خدای پاک کلیمی او ایاتونو شعار لاندی بی ګناه افغانان مسلسل شهیدان کړی او لا جریان لری او ددی لپاره حتی د کابل اداری له خوا مادی پوره حمایه هم لری حتی دنورو قاتلینو په شان د سیاسیونو حلقی څخه شمیرل کیږی بلی کابل کښی تامه انارشی روانه دی او طالبان له بلی خوا د ملت په وژلو ناستومانه لګیا دی !!! اوسنی انارشی صحنه دی قاتلانو او مفسدو ته امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان برابره کړی دی او اخیری نتیجه نا معلومه دی !!!!!

  3. کله کله د سړیتوب خبره هم کوی!!؟
    یوه خو یی هغه خبره دسړیتوب وه چی له تسلیمیدو سره سم یی جلال اباد کی خلکو ته وویل چی په ۱۳۶۸کې موږ پرجلال اباد د پاکستانی فرقو په قومنده او حمایت غلط کار وکړ چی حمله مو وکړه، بله خبره یی اوس د جګړی عدم جواز خبره کړی لکه چی د اصلح کیدو خوا ته ځی، تر پخوا ډیر ښه شوی!

  4. سلام
    لومړی:
    زه فکر کوم چې ګواښ، پېغور ،اهانت، هاها آوغوغا دحل لاره نه ده.کوم کمونست ماته ډېر غوسه شوی وه تبصرې یی دیره غلیظه لهجه اوغږ درلود خو خیر وایی چې غل نه یې له باچا مه بیریږه!۱
    رحمان بابا علیه الرحمه وایی:
    زه داهسې دیوانه او مجنون چاکړم؟
    له رواجه له رسومه بېرون چاکړم
    نه بوهېږم چې دا چارې په ما څوک کا
    لیونی د خپل نګاه په افسون چا کړم؟
    کومې سترګې کوم بانه کومه غمزه ده
    ډوب شهید غوندې به خاک او خون چاکړم؟
    توان توفیق خو د فتنو راڅخه نه وه
    به فتنو دتورو سترګو مفتتون چاکړم؟
    زه«رحمان» هیڅ له خبله ځانه خبر نه وم
    چې داهسې رنګ زبون اومحزون چا کړم؟

    دوم:
    داور پرتوګ والا هم چندا ن توریالی خلک نه ول دترازو لنګر ته یی کتل . خو له تولو مهمه خبره داده چې سیا ست اصلا اخلاق لری او حفظ مراتب . دحکمتیار ګپ باید دهېواد دزعامت او دکړکېچ دعمر او مبرمتوب بر بنا ء او کچه راوڅرخی نه دیوې ګروه، ډلې او معینې کتلې به تناسب . دریخ او تګلاری نظر به وخت وستراتزې او تاکتیک ثابت نه دی او متغیر حالت لری.
    شرعی فتوا بنست او اصول د قضیی بله برخه ده
    خو دحکمتیار خبره بیا دښکرور کلینر امرالله له خبرې سره دېرتوبیر لری دغه کلینر ډېره ناوړه ادعا کړې مانا دجهنم معیار یې کمزوری کړی واک یی هم دده لاس کې دی نعوذ با الله دخدایی ادعایی کړې ده حال داچې دکابل دوه کوڅې نشی تینګولی .
    همدارنګه دبن دمعاهدې پخوانی پښېمانه مشر کرزی هم دښخو به هکله اهانت او تور لګولی دخبرې خای نه پېزنی چې څنګه یی ووایی.
    دریم : هر ولس به سوله اباد ،خوښ او پیاوړی ښکاری . سوله دخلکو به ګته او سوکالی ده ستر مثال یی مچۍ دی چې شات جوړوی ! دجابان هېواد دی چې موږ سره دخبلواکی همزولی دی .

  5. ښاغلی فیصل جلال د الو بخارايی کارونو ( نن ورځ په افغان جرمن کښی ) په هکله څو نقطی چی دا د ملاګلبدین لپاره هم دی: اول : د میرمنو د ناحقه شلګی حیصه کښي وائي چی میرمنی د یو حریص نارینه څلورو میرمنو مخالفت خلاف د اسلام دی او دا باید ونکړی، ګرانه دروغ او فریبی د انسانانو تر مینځ رواج ګرزیدلۍ دی اما نن ورځ د میږیو په شان بشپړه تش په نامه ملایان د قرأن شریف څخه غلطی استفادی کړی او اوس هم په لګیا دی ، خدای پاک په قرأن شریف کښی هيڅ ځای کښی د نارینوو لپاره دوه ، دری ، او پنځه ښځی ندی روا کړی بلکه یوه میرمن دستا دا فریبکاره ادعا کاملآ دروغ دی !
    دوم : یو مملکت کښی ټول اوسیدونکی ددی مسلم حق لری چی حکومتی دولتی چارواکی د خپل ژوند او اجتماع ژوند شرائيطو نظارت کښی رول ولوبوی او دولت نیمګړتیاو ته متوجه کړی !

    دا چی خیال پلاوی دوګما کمونیستی رژیم او د ساختګیو ملایانو مذهبی رژیم وحشت او قتلونه افغان ملت پدی ۴۳ کالونو کښی عملآ ولیدل او ددی کمونیستانو ، تربیه شوو دیموکراتانو او بی سواده خرڅ شوو ملایانو مکروبونو پدی موده کښی غیر له اجنبیو خدمت او د افغان ملت قتل ، چور چپاول او غصب څخه هیڅ کوم بل مثبت اقدام ندی لیدل شوۍ او نه راتلوونکی کښی ددی انتظار امید موجود دی دا ټول خرڅ شوی قاتلان او چورکوونکی اجنبیانو له خوا ملت ته سیاسیون جوړ کړۍ شوی دی خلاصه تر څو چی د اجنبیو له خوا اوسنی ساختګی سیاسیون له مینځه ولاړ نشی نه افغان ملت ته صلحه او امنیت راتلۍ شی او نه داسی دولت کښی کار مسلکی اشخاصو ته سپارل کیدای شی پس جلال ملا د اصلاح لپاره د ځان څخه شروع وکړه او د صادقانه ملائي مسؤلیت ته غاړه کیږده او قیدانی بابولانی افغان ملت کښی ځای نلری !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب