جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی طالبانو او حکومت ته؛ د سولې فرصت د پردیو لپاره...

حامد کرزی طالبانو او حکومت ته؛ د سولې فرصت د پردیو لپاره مه ضایع کوئ

تاند(سه شنبه، د سرطان ۲۲) پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې پر مټ کولی شي دلته روانه پردۍ دسیسه ختمه کړي.

نوموړي وویل چې افغانان په یوه پردۍ جګړه کې راګیر دي، دلته روانه جګړه پردۍ ده خو وژل کېږي پکې افغانان او له دې جګړې د ژغورل کېدو لار یوازې او یوازې سوله ده.

حامد کرزي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې ژر به بین الافغاني مذاکرات په خورا جدي توګه پیل شي او هیله شته چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

هغه په دې توګه په هېواد کې د سولې د راتګ زېری ورکړ او په خبره یې افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او جګړې پای ته رسېدونکې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او یوازې د ولسوالیو نیولو ته دې نه خوشاله کېږي ځکه له دې لارې هېڅ ځای ته نه رسېږي.

نوموړي همدا راز له دې ډلې وغوښتل چې په خپلو جګړو کې دې عامه تاسیساتو ته زیان نه رسوي او د خپل هېواد د ساتنې لپاره دې سوله وکړي.

پخواني ولسمشر دلته روانه جګړه د زبرځواکونو ترمنځ د سیالیو له امله وبلله او په خبره یې افغانان باید د خپل هېواد اهمیت درک کړي او په دې دې پوه شي چې نړیوال ددوی ستراتيژیک موقعیت ته اړتیا لري.

هغه همدا راز پر ځوانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي او د خپل هېواد په جوړولو کې دې برخه واخلي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په هېواد کې جګړو زور اخیستی او ډېری ولسوالۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لاس په لاس کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب