Homeخبرونهولسمشرغني د لوړپوړي پلاوي په ملتیا مزارشریف ښار ته ولاړ

ولسمشرغني د لوړپوړي پلاوي په ملتیا مزارشریف ښار ته ولاړ

تاند( سه شنبه، د سرطان ۲۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مزار شریف ښار ته لاړ.

د ولسمشر غني د سفر موخه د بلخ ولایت د عمومي وضعیت ارزونه یاده شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري په ټويټر کې لیکلي، چې ولسمشر غني په دې سفر کې د یاد ولایت له نظامي مسوولانو، قومي مخورو، عامو ولسونو سره هم بېلابېلې ناستې ترسره کړي.

ولسمشرغني داسې مهال بلخ ولایت ته په سفر ځي، چې د یاد ولایت په ګڼو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني له دې وړاندې خوست ولایت ته تللی وو او هلته یې د خوست نړیوال هوایي ډګر هم پرانیست.

ولسمشرغني په خوست کې د هېواد پنځم هوایي ډګر پرانیست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...