تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان او افغان ولسمشر تر منځ په ناسته کې د امریکا او افغانستان د همکاریو په نوي فصل خبرې وشوې.
د جنرال سکاټ مېلر ماموریت پرون دوشنبه/د سرطان ۲۱مه/ پای ته ورسېد او جنرال فرانک مککنزي یې ځای ناستی شو.
دغه کار ته په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د نمایشي ختمېدو په سترګه کتل کیږي. جنرال مېلر په افغانستان کې په روانې جګړې کې د بهرنیو ځواکونو د جکړې مشري په غاړه لرله چې ډېر وخت یې د افغانستان په جکړې کې تېر کړی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې جنرال مککنزي او افغان ولسمشر پرون دوشنبه د امریکا او افغانستان د همکاریو د نوي فصل او هم د افغانستان د هوایي ځواک په ګډون، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د واشنګټن د همکاریو په تړاو خبرې وکړې.
بلې خوا جنرال مککنزي پرون له جنرال مېلر د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندې د تسلیمۍ پر وخت وویل چې هغه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ماموریت کې له خپلو واکونو څخه کار واخلي، څو د خپل هېواد امنیت خوندي کړي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پوځي، مالي او لوژستیکي ملاتړ لپاره د اختیارونو موندلو لپاره هڅې رهبري کړي.
ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د اګست په ۳۱ به په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم جګړو ته زور ورکړی دی او په ځینو ولایتونو کې یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.