شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله هند وروسته روسیه هم خپل دیپلوماتان له مزار شریف ښار نه...

له هند وروسته روسیه هم خپل دیپلوماتان له مزار شریف ښار نه وباسي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۲) د روسي خبري اژانسونو ویلي، چې روسي چارواکوپرېکړه کړې چې خپل ديپلوماتان د مزار شریف له کونسلګرۍ وباسي.

روسي چارواکو ویلي چې دا پرېکړه موقتي ده او د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته د دوی دیپلوماتان په کونسلګرۍ کې ځای پر ځای شي.

په ورته وخت کې په تاشکند کې هم چارواکو ویلي چې روسي دیپلوماتان له افغانستان څخه دغه ښار ته لېږدول شوي دي.

ځایي خبریالان بیا وایي، چې په مزارشریف ښار کې د روسیې کونسلګري هم تړل شوې ده.

بل لورته هند هم له مزار شریف ښار څخه خپل ديپلوماتان ایستلي دي، خو چارواکو یې ویلي، چې د کونسلګرۍ چارې به د افغان او ځايي همکارانو پر مټ مخ ته وړل کېږي.

د یادونې ده چې هند وړمه ورځ له کندهار نه هم خپل دیپلوماتان ویستلي وو.

هند وايي، کندهار نه یې ځينې ديپلوماتان په موقته توګه ویستلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب